د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې یا یونیسف ویلي چې محمد اګ ایویا یې په افغانستان کې د یاد بنسټ د نوي استازي په توګه ټاکلی دی.
یونیسف نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، محمد اګ ایویا د لوېدیځې افریقا د مالي هېواد اوسېدونکی دی او له دې وړاندې یې په سومالیا، سوېلي سوډان، زمبابوې او ګانا هېوادونو کې د یونیسف د استازي په توګه دنده ترسره کړې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې ایویا په نړیواله کچه په پراختیايي کارونو کې ۲۰کلنه مسلکي تجربه لري.
په ورته مهال د افغانستان لپاره د یونیسف نوي استازي هم پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، ویاړ لري چې په داسې نازکو شرایطو کې د افغانستان د ماشومانو لپاره د یاد بنسټ مشري پر غاړه اخلي.
نوموړي زیاته کړې چې ډېرې لاستهراوړنې ترلاسه شوي، خو باید د افغان زیانمنو ماشومانو لپاره ډېر کارونه وکړل شي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
له دې وړاندې په افغانستان کې اکهيل اییر د یونیسف د استازي په توکه دنده ترسره کوله.