د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبرا لاینز په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ غونډې ته په وینا کې وویل چې په وروستیو میاشتو کې ملکیانو ته د اوښتې مرګژوبلې اصلي عاملان طالبان دي او که چېرته دغه ډله له جګړې لاس وانخلي، منزوي به شي.
د مېرمن لاینز په وینا، د ملکیانو پر وړاندې د طالبانو کړنې تر نړیوال څار لاندې دي او په وروستیو کلونو کې دغې ډلې د سیاسي مذاکراتو ته د ژمنتیا له امله لازم مشروعیت ترلاسه کړی او دغه ژمنتیا د دوی د جګړې تګلاره تر پوښتنې لاندې راولي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال مېرمن لاینز خبرداری ورکوي، که د سولې خبرو کې د پرمختګ څرک ونه لیدل شي او د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د دې ډلې جنایتونه دوام پیدا کړي، نړیواله ټولنه به طالبان د یوه عملي شریک په توګه ونه پېژني.
مېرمن لاینز وایي، د طالبانو له لوري د ملکي وګړو د وژنې ډېروالی په داسې حال کې دی چې دغه ډله له افغان حکومت سره د سولې پر خبرو بوخته ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په خبره، د ملکیانو مرګژوبله په همدې وخت کې د تېر کال په پرتله ۵۰سلنه ډېره شوې ده.
په همدې حال کې لاینز وایي چې ۱۸میلیونه افغانان بېړنو مرستو ته اړتیا لري او د تېرکال په پرتله دغه شمېرې دوه برابره ډېرې شوې دي. هغې زیاته کړه چې دوامداره وچکالۍ، د جګړې ډېروالی او د کورونا ویروس خپرېدل د دې لامل شوي چې افغانان وځپي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې وایي، هغه سرحدي سیمې چې اوس د طالبانو په لاس کې دي، تېرکال یې نږدې ۴۰سلنه عاید درلود چې د دغو سیمو له لاسه تلو، افغانستان د سیمې د اتصال د څلور لارې په توګه تر پوښتنې لاندې راولي.
بلخوا ولسمشر محمداشرف غني چې په ارګ کې د څار او همغږۍ کډ بورډ ته وینا کوله وویل، هېواد کې روانه جګړه کورنۍ نه، بلکې د ترهګرو ډلو جګړه ده.
- یوناما: په تېرو شپږو میاشتو کې د ملکیانو مرګژوبله ۴۷ سلنه لوړه شوې
- کابل کې د امریکا سفارت؛ په ۱۲ کلونو کې ۳۸ زره افغان ملکیان وژل شوي
- ولسمشر: هغوی چې سوله نه کوي، باغیان دي
غني زیاته کړه چې افغان حکومت د سولې په خبرو کې د پرمختګ هوډ لري او د ښه نیت په ښودلو سره یې د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان خوشې کړل او له وخت وړاندې د ټاکنو وړاندیز یې مطرح کړ، خو طالبانو برعکس جګړې ته زور ورکړ.
د غني په وینا، هېڅ هېوادوال غیردولتي عناصر نه شي زغملی او د افغانستان جګړه پوځي حل لار نه لري او باید یوه سیاسي حل لار ورته ولټول شي.

ولسمشر غني همداراز وایي چې د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه یې په بېلابېلو دفاعي برخو کې ۵.۲ سلنه بودجه راکمه کړې، څو له غیر اړینو لګښتونو څخه مخنیوی وشي.
په دغه ناسته کې د وروستیو دوو لسیزو د لاسته راوړنو پر خوندیتوب هم ټينګار وشو او ولسمشر غني وویل چې اجازه نه ورکوي، هغو کسانو په ځانګړې توګه مېرمنې چې د هېواد د پرمختګ او ښه ژوند برابرولو لپاره یې هڅې کړي، له منځه لاړې شي.
په ورته مهال د دغې ناستې ټولو ګډونوالو ټينګار وکړ چې د دې وخت را رسېدلي، څو تاوتریخوالی پای ومومي او د سولې معنې لرونکې خبرې پیل شي.