په غور او فاریاب کې محلي مسوولان وايي چې نن په دغو ولایتونو کې دوه کسانو ځان وژنه کړې ده.
د غور امنیتي مسوولانو ویلي چې د دغه ولایت په مرغاب ولسوالي کې یوه ځوان ځندۍ کړی او ځان وژنه یې کړې ده. د دغه ولایت د امنیې قومنداني د مطبوعاتو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ځوان شاهولي نومېده او د مرغاب ولسوالي د «جنداک» کلي اوسېدونکی و.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال په خبرپاڼه کې د دغه ځوان د پلار له قوله ویل شوي چې نوموړي عصبي ستونزه لرله او ځان وژنه یې کړې ده.
بلخوا په فاریاب ولایت کې هم یوه شل کلن ځوان د توپانچې په وسیله ځان وژلی دی. دغه پېښه پرون د فاریاب ولایت اړوند په شیرین تګاب ولسوالي کې رامنځته شوې ده.
یوې سرچینې سلاموطندار ته ویلي چې دغه ځوان هلک محمد عیسي نومېږي او پرون ماښام یې د شیرین تګاب ولسوالي په یوه پارک کې ځان وژلی دی.
د سرچینې په وینا، یاد ځوان د شیرین تګاب ولسوالي د تورتکل کلي اوسېدونکی و او د توپانچې په وسیله یې ځان وژلی دی. تراوسه معلومه نه ده چې دغه ځوان ولې ځان وژنه کړې ده.
دا په داسې مهال ده چې پرون هم د دغه ولایت په المار ولسوالي کې یوه ۲۰ کلن ځوان ځان ځندۍ کړی و او ځان وژنه یې کړې وه.