د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې د اهنګرانو کوڅه چې څه د پاسه پنځه لسیزې کېږي، اهنګران په کې بېلابېل کرنیز او د بڼوالۍ اړوند وسايل جوړوي. که څه هم ټکنالوژي پرمختللې او اوس ډېرې چارې د ماشین پر مټ ترسره کېږي، خو دلته لا هم په دودیز ډول اوسپنیز توکي جوړيږي.

د ښار په مرکزي برخه کې د شاوخوا پنځوس هټیو دا مشهوره کوڅه د اهنګرانو په نامه یاديږي، شور په کې زیات او د ډېر بیروبار له امله په کې د موټرو د تګ لار هم نشته. ګڼ‌شمېر خلک همدې هټيو ته د پیر پلور لپاره راځي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کوچنیو هټيو کې د اوسپني  ویلو کولو، ټکولو او د توکیو جوړولو قالبونو لپاره ډېر کم د نوې ټکنالوژۍ کار اخیستل کېږي، خو نور هر څه د لسیزو پخواني دي.

میر رحمان ځوان و چې دې  کوڅې ته  د کار لپاره راغلی، خو اوس یې ټوله ږیره تکه سپینه ده. هغه وایي چې دا یې د پلار نیکه کسب دی، ښوونځی یې هم لوستی، خو تر هغې وروسته یې کار ته مخه کړه او اوس دا دی نور شاګردان روزي.

هغه وویل، که څه هم اوس هر څه په ماشین جوړېدلی شي، خو ډېر بزګر او بڼوال يې نه خوښي، نو ځکه دوی ته په خپله خوښه د لور، تبرګي، بېلچې، ایوې او نورو وسایلو د جوړېدو فرمایش ورکوي. نوموړی وایي چې د دې توکو کار ښه او عمر یې زیات دی.

ګڼ‌‌شمېر توکي چې  له زړو اوسپینو جوړېږي کار یې دروند دی، سندان او مارتول ته ځوانان ولاړ دي چې د کرنیزو توکو لومړني قالیبونه ترې جوړ کړي، خو مشوره د عمر خوړولو ده، ځکه تجربه یې ډېره او پېرېدونکي یې هم له همدې کبله زیات دي.

عمر خوړلی محمد نور، له خپلو زامنو او لمسیانو سره په خپله هټۍ کې ګډ کار کوي، هغه وویل چې دې کوڅه کې یې د بوختیا ۳۸ کاله وشوه او د کرنې اړوند بېلابېل توکي جوړوي.

هغه وویل، اوس يې هم مینه‌وال زیات دي او د ننګرهار سربېره د ختیځ د نورو ولایتونو هم پېرېدونکي دوی ته ورځي او د هغوی په خوښه ورته د کرنې اوسپنیز وسایل ور جوړوي.

د اهنګرۍ کاروبار د دې لويې کوڅې سربېره د جلال‌اباد او حتی د ولسوالیو په کچه هم شته، خو ډېر محدود کارونه هم یوازې ترمیم او یا لږ تر لږه د پوڅو شویو کرنیزو توکو بیا تېره کول دي.

تر هغې وروسته چې په افغانستان کې وضعیت بدل او ورسره جوخت یې په اقتصاد هم ناوړه اغېز وکړ، د نور روزګارونو ترڅنګ يې د اهنګرۍ کسب هم زیانمن کړی.

محمد سیلم په عمر ځوان دی او د خپل یوه بل وروره سره له همدې کسب ګټه وټه ترلاسه کوي، هغه وویل چې پخوا یې کارونه ښه و، خو اوس يې چندان مزه نشته او ایله دومره کولی شي چې د خپل دوکان لګښتونه پرې پوره کړي.

له لرې پرتو سیمو راغلي بزګر د اهنګرانو په کوڅه زیات وي، ځکه کرنه هم هلته ډېره او د وسایلو ضرورت  پېښېږي. سید امان د بټي کوټ ولسوالي یو بزګر چې دې کوڅې ته د تسکورې ( تېشې) جوړولو پسې راغلی وايي، له کله چې یې به کرنه کې کار پیل کړی، نو همدلته راځي او د خپلې اړتیا وړ توکي جوړوي.

هغه وویل، که څه هم اوس کرنه یو څه پرمخللې شوې، خو لا هم ځینو توکو ته اړتیا ده چې په دودیزه توګه یې کاروي او د جوړېدو لپاره د جلال اباد اهنګرانو کوڅه ښه ځای دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ننګرهار د ولسوالیو سربېره د ختيځ له نورو برخو هم خلک د کرنیزو توکو د پیر لپاره  اهنګرانو ته راځي.لعل محمد چې له کونړه سودا پسې جلال اباد ته راغلی، وایي چې ډېره موده وشوه، همدلته د خپلې اړتیا وړ توکي اخلي، هم یې کفیت ښه دی او هم نرخ.

باور دا دى چې که د پخوانیو زمانو د صنعت پراختیا لپاره کار وشي او پدې برخه کې د حکومت سربېره خصوصي سکتور پانګونه وکړي، نو چارې به يې پرمختللې او ډېرو خلکو ته به په کې د کار زمينه برابره شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *