د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن په ټویټر کې لیکلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په درېمه غونډه کې د ګډون په موخه د چین پلازمېنې بیجینګ ته ورسېد.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست نن د یو لوړپوري پلاوي په مشرۍ بیجینګ ته رسېدلی دی. د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال ویلي، متقي به د یو شمېر هېوادونو له استازو او بهرنیو چارو وزیرانو سره هم وګوري. د هغه په ​​وينا، اميرخان متقي د چين په بلنه هغه هېواد ته تللى دى.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند له دې مخکې ویلي وو چې دغه هېواد نن او سبا (چهارشنبه او پنجشنبه) به د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د درېمې غونډې کوربه وي. هغه زياته کړې، چين هيله لري چې دا غونډه نړيوال ملاتړ زيات کړي او په ورته وخت کې نړيواله ټولنه دې له امریکا څخه وغواړي چې د افغانستان د بيارغونې اصلي مسووليت په غاړه واخلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

که څه هم د اسلامي امارت چارواکو تراوسه د دې غونډې د اجنډا په اړه زیات معلومات نه دي ورکړي خو ویلي چې په دې غونډه کې به پر اقتصادي او دې ته ورته موضوعاتو خبرې وشي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام