د هنر او فرهنګ خاوره هرات کې یوه ډله نجونو پرېکړه کړې چې په قلم او رنګ سره، خپل ژوند ته تازه مانا او رنګ ورکړي او اجازه نه‌ورکوي چې محدودیتونه یې هیلو ته د لاسرسي لاره کې خنډ شي.

دوی وايي، له ملاتړ پرته یې د هنر ګالري جوړه کړې، کوم ځای چې هم انځورګري په کې زده‌کوي او هم پیغام لرونکي انځورونه دېوالونو کې انځوروي.

یسنا عظیمي هغه پیغله ده چې په ډېرو هیلو سره د هرات د هنرونو پوهنځي ته بریالۍ شوه، خو پر زده‌کړو د محدودیتونو په دلیل ونه توانېده چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

هغې او یوشمېر نورو نجونو د یوې هنري ډلې په جوړولو سره، د نجونو د هنري استعدادونو پرمختګ لپاره یوه ارامه او خوندي فضا رامنځ ته کړې، ترڅو وکولی شي رنګونو کې خپلې هیلې ولټوي او هنري اثار تولید کړي.

نن سبا دغه کوچنۍ ګالري کې له ۲۵ تر ۳۰ نجونې سره را ټولې شوي. دوی د یوه ټیم په شکل دوو برخو کې اماتور او حرفه‌ کې زده‌کړې کوي او د نقاشي هنر تدریسوي.

یسنا عظیمي زیاتوي چې ستونزو او ننګونو سره مخ دي، خو بیا هم خپل هنري کار ته دوام ورکوي.

«که څه هم د دغې ډلې هنري پروژو وکولی شول د خلکو هرکلی له ځانه سره ولري، خو په عمل کې ګڼو ننګونو سره مخ دي.»

د دغې ډلې وروستي فعالیتونه د هرات ښار په ښوونځیو کې د دیوالونو د نقاشۍ پروژې پلي کول وو. دوی لومړی خپل هنري فعالیتونه په ټولنیزو رسنیو کې نندارې ته وړاندې کړل او له دې لارې د خلکو هرکلي سره مخ شول.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


وروسته یې له ښوونځیو څخه د دغو ښوونځیو په دننه دیوالونو کې د نقاشۍ وړاندیزونه ترلاسه کړل:

«د هغوی اصلي هدف دېوالونو کې نقاشي کول دي، ترڅو مثبت پیغامونه ولېږدوي، انګېزه رامنځ ته کړي، د زده‌کوونکو په ځانګړې توګه د نجونو روحیه لوړه کړي. طرحې یې په ټیمي شکل ترسره کیږي او د یوې شپږ کسیزې ډلې له خوا اجرا کیږي.»

هغه زیاتوي چې په داخلي فضا پورې د دېوالونو انځورګرۍ محدود پاتې کېدل، د رسمي یا غیر دولتي ادارو له لوري د مالي ملاتړ نشتوالی، د هنري توکو او تجهیزاتو چمتو کولو په برخه کې د کورنیو نه‌ملاتړ، د ژوندیو موجوداتو د اثارو نندارې ته وړاندې کولو ممنوعیت، د عمومي نندارتونونو په ترسره کولو محدودیت، او د بودیجې نه‌شتون هغه لویې ننګونې دي چې دا هنري ډله ورسره مخ ده.

خو د دغو ټولو ننګونو ترڅنګ، دغه ډله په پوره انګېزې سره خپل کار ته دوام ورکوي او په دې باور ده چې له دې لارې کولی شي خپلو هیلو ته ورسیږي.

د یادې ډلې یوه غړې شبانه طاهري چې خپلې هنري زده‌کړې یې د کمال‌الدین بهزاد ښوونځي کې زده‌کړي، د خپل کار تجربې په اړه داسې وايي:

«مونږ لومړی په انګېزې سره کار پیل کړ او هڅه مو وکړه چې د رنګونو او بامفهومه طرحو په کارولو سره، خپل پیغام ولېږدوو، خو دې لاره کې جدي ننګونو سره مخ شو. مونږ نه‌شو کولی د ژوندیو موجوداتو عکسونه نقاشي کړو، خو بیا هم هڅه کوو. مونږ غوښتل په رنګونو سره د زده‌کونکو لپاره هیله بښونکې فضا رامنځ ته کړو. مونږ نه تسلیمیږو، هرڅومره چې امکان ولري، دوام ورکوو، هیله لرو داسې یوه ورځ راشي چې له محدودیت پرته هنري اثار نندارې ته وړاندې کړو.»

د دغې هنري ډلې بله غړې زیبا حلیمي چې پر لوړو زده‌کړو له محدودیت وروسته پوهنتون ته له تلو محرومه شوه، اوس دغې ډلې سره یو ځای شوې.

هغه پر دېوالونو نقاشي کول د ژوند تر ټولو خوږه شېبه بولي او وايي:

«کله چې زده‌کوونکي زمونږ له نقاشۍ خوشالیږي، مونږ ته ښه حس او ښه انګېزه راکوي، هغوی په ډېره لېوالتیا او مینه زمونږ نقاشي ګوري، مونږ په شوق او انګېزې سره خپل کار ته دوام ورکوو.»

دا داسې مهال دی چې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د فرهنګ او هنر امر حمیدالله غیاثي وايي، د نندارتونونو په ترسره کولو سره د هنرمندانو له هنري فعالیتونو ملاتړ کوي.

«مونږ د دغو هنري ډلو ملاتړ لپاره نندارتونونه ترسره کړي او د هغوی فعالیت لپاره مو زمینه برابره کړې، ترڅو وکولی شي خپلو هنري فعالیتونو ته دوام ورکړي.»

د دې ټولو ترڅنګ، د هرات ځايي مسوولان زیاتوي چې د اسلامي احکامو په چوکاټ کې له هنري ابتکاراتو ملاتړ کوي.

دوی ټینګار کوي چې دېوالونو یا عمومي ځایونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو نقاشي کولو اجازه نه‌شته.

هرات کې دغه ډله نجونې داسې مهال هنري ګالري جوړه کړې چې دې وروستیو کلونو کې افغانستان کې سیاسي او اقتصادي بدلونونو پر هنري فضا ژورې اغېزې کړي دي.

ډېری هنرمندان د هېواد پرېښودو ته اړ شوي یا د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره یې بل کار ته مخه کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام