د غرجستان خصوصي پوهنتون په کابل کې له ځینو نورو بنسټونو سره په همکارۍ د ټول هېواد په کچه له ۱۰۰۰ ډېرو زدهکړیالانو ته د وړیا زدهکړو اسانتیاوې برابروي.
دغه پوهنتون د افغان کارپوهانو نړیوالې ټولنې، د متحرک اقتصاد کلتوري بنسټ او «اسوه» دارالقرآن سره نن (د زمري نهمه، د دوشنبې ورځ) په یوه خبري غونډه کې له هېواده د ځوانانو د وتلو مخنیوي او ورته د زدهکړو اسانتیاوو برابرولو په موخه هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د غرجستان خصوصي پوهنتون رییس چمنشاه اعتمادي وايي، د دغه هوکړهلیک پر بنسټ به د څلورو کلونو لپاره د حقوقو، ټولنپېژندنې، کمپیوټرساینس، اقتصاد او دولتي مدیریت کې له زرو ډېرو ځوانانو ته د وړیا زدهکړو اسانتیاوې برابرې شي.
د نوموړي په وینا، ټول ځوانان کولای شي چې د کانکور ازموینې په سر ته رسولو سره د زدهکړو دغه پروګرام کې ګډون وکړي. اعتمادي زیاتوي: «دا بورسیه کولای شي هغو ځوانانو ته چې راتلونکی ورته ناهیلی ښکاري، انګېزه ورکړي. موږ به د خپل ظرفیت په کارولو سره هڅه وکړو چې ځوانانو ته د زدهکړو اسانتیاوې برابرې کړو.»
د افغان کارپوهانو د نړیوالې ټولنې رییس صدیق منصور انصاري هم د زدهکړو دا بورسیه په اوسنیو شرایطو کې د ځوانانو د زدهکړو انګېزه لوړه کړي. هغه زیاتوي: «هیلهمند یوو چې دغه هوکړهلیک هېواد کې د لوړو زدهکړو د انقلاب لامل شي او د ننني پوړ تر څنګ، راتلونکو هغو ته هم ګټور وي. موږ هڅه کوو، څو خصوصي سکټور له حکومت سره همغږی شي او ځوانانو ته د زدهکړو اسانتیاوې برابرې کړي.»
نوموړی له سرپرست حکومت څخه هم غواړي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېزي او د زدهکړو اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو نږدې دوو کلونو کې ګڼشمېر زدهکړیالانې، په تېره نجونې د اقتصادي ستونزو او د سرپرست حکومت د فرمانونو له کبله له زدهکړو بېبرخې دي.