د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) ویاند جان اف کربي ويلي، هغه چورلکې به اسلامي امارت ته نه سپارل کېږي چې پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته ازبکستان او تاجکستان هېوادونو ته انتقال شوي دي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند دا څرګندونې پرون په یوه خبري غونډه کې کړي دي. هغه ویلي، تراوسه د دې چورلکو د برخلیک په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خو کربي ټینګار کړی، « فکر کوم داسې باید وانګېرو چې دا به افغانستان ته بېرته نه استول کېږي، چې اسلامي امارت یې وکاروي». دغه چورلکې پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته افغان پوځ ځینې پیلوټانو ګاونډیو هېوادونو تاجکستان او ازبکستان ته بیولې دي.
د یادونې وړ ده چې څوموده وړاندې د اسلامي امارت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمديعقوب مجاهد په یوه غونډه کې له دغو هېوادونو څخه وغوښتل چې دغه پوځي چورلکې په ډېر درنښت بېرته افغانستان ته وسپاري.
د دفاع سرپرست وزیر ویلي و چې دا چورلکې د افغانستان د خلکو شتمني ده او اسلامي امارت اجازه نه ورکوي چې دغه هېوادونه له دغو چورلکو څخه استفاده وکړي.
محمدیعقوب دغو هېوادونو ته په خطاب کې وویل: ” زموږ طیارې او زموږ جهازونه، هلیکوپټـر دي، که هر څه دي، هغه دې بېرته هېواد ته راولي. که یې نه راولي، بیا موږ کولای شو چې خپل د وس مطابق عکس العمل وښیو. ډېره حوصله مو کړې ده، ډېر صبر مو کړی دی، نوره زموږ حوصله تمامېږي”.
دغه راز، د امریکا د دفاع وزارت ویاند خبریالانو ته ویلي چې د پنټاګون ماموریت د امریکا د دفاع په شمول د هر هغه تروریستي ګواښ پر وړاندې مبارزه ده چې په افغانستان کې رامنځ ته کېږي.