د اسلامي امارت سرپرست حکومت د ایران د شېراز شاهشجاع زیارت کې پر زیارت کوونکو د داعش ډلې برید په کلکو ټکو غندلی او هغه یې «وحشیانه» عمل بللی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد یاد برید پرون جمعه د لړم شپږمه غندلی او پر خپله ټوېټرپاڼه یې لیکلي: «اسلامي امارت د ایران شېراز کې پر زیارت کوونکو او لمونځ کوونکو وحشیانه برید په کلکه غندي او د قربانیانو کورنیو او د ایران له ټولو خلکو سره خپله خواخوږي څرګندوني.»
د راپورونو پر بنسټ په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل شول او ۱۹ نور ټپیان شول. ذبېحالله مجاهد د یاد برید عاملان چې افغانستان کې یې هم ورته بریدونه کړي د «اسلام او مسلمانانو دښمنان» بللي دي.
نوموړي لیکلي: «متأسفانه چې تکفیري فتنه ګرو په افغانستان کې هم څو ځله بې ګناه خلک په نښه کړي، هغوی د اسلام او مسلمانانو دښمنان دي.»
ا. ا. ا د ایران په شیراز کې په لمونځ کوونکو او زائرونو ډزې او وحشیانه برید په کلکو ټکو غندي.
د قربانیانو له کورنیو او ټول ایراني ولس سره خپله ژوره خواشیني شریکوي.
متأسفانه چې تکفیري فتنه ګرو په افغانستان کې هم څو ځله بې ګناه خلک په نښه کړي، هغوی د اسلام او مسلمانانو دښمنان دي.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) October 28, 2022
د روانې لړم میاشتې په څلورمه نېټه چهارشنبه ماښام د ایران شېراز کې شاهچراغ زیارت ته یو وسلهوال کس دننه کې او زیارت کې پر خلکو ډزې کوي چې په پایله کې له ۳۰ زیات کسان ټپي او وژل کېږي.
د دغه برید مسوولیت داعش وسلهوالې ډلې پر غاړه اخیستی دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې وړ ده چې وسلهوال کس د امنیتي ځواکونو په ځوابیه ډزو کې لومړی ټپي او وروسته یې روغتون کې ساه ورکړه.