هلمند کې د شته روانو اوبو سربېره، د دغه ولایت زرګونه هکتاره ځمکې، د کیندل شویو ژورو څاهګانو پرمټ اوبه کېږي.
که څه هم تراوسه د دغو ژورو څاهګانو کره شمېر نه دی معلوم، خو د یاد ولایت کروندګر وايي، اړ دي چې پر هر لس جریبه ځمکه له ۴۵ متره څخه تر ۱۲۰مترو پورې ژورې څاهګانې وکیندي، څو خپلې ځمکې پرې خړوبې کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د تریخ ناوړ سیمې اوسېدونکی خداینور او د نوزاد ولسوالي اوسېدونکی غوثالدین توحید وایي چې د ځمکې لاندې د اوبو د کچې ټیټېدو له امله اندېښمن دي.
دوی وایي، په سیمو کې یې ډېری باغونه وچ شوي او یوشمېر خلک د اوبو د کمښت له امله له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته کډه شوې دي. د دوی په وینا، په ډېرو سیمو کې د څښاک اوبه هم نه پیدا کېږي.
د هلمند د اوبو مدیریت یو انجینیر عبدالواحد سعادت وایي چې د ژورو څاهګانو نامسلکي کیندل، د باران کمښت او د ځمکې پر سر د اوبو کمښت او همدارنګه د اوبو ناسم مديريت، هغه لاملونه دي چې د ځمکې لاندې د اوبو د کمښت لامل شوي دي.
وموغوښتل چې په هلمند کې د ژورو څاهګانو د نامسلکي کیندنې او د سطحي اوبو د مدیریت د مخنیوي په موخه د دغه ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست او د نورو اړوند مسوولانو نظر هم واخلو، خو بریالي نهشو. د یادونې وړ ده چې په هلمند ولایت کې له شلو کلونو راهیسې د ژورو څاهګانو د کیندنې چارې په نامسلکي توګه روانې دي.