د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له خپل پاکستاني سیال بوتو زرداري سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. دواړو خواوو له افغانستان سره پر خپلو ژمنو او په دغه هېواد کې د ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې کړې دي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان د امریکايي او پاکستاني چارواکو ترمنځ خبرې افغانستان ته د امریکا د راتګ له احتمال سره تړلې بولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پوهنتون استاد او د نړیوالو اړیکو استاد جاوید مومند سلام‌وطندار ته وویل چې امریکا د پاکستان په همکارۍ غواړي د افغانستان نسبي امنیت هم ګډوډ کړي څو یوځل بیا دغه هېواد کې حضور پیدا کړي. هغه په ​​افغانستان کې د یوې بلې تپل شوې جګړې لپاره د یوې بهرنۍ پروژې خبره کوي.

مومند وایي: «امریکا غواړي د چین او روسیې پر ځای په افغانستان کې ځای ولري. چین اوسمهال خپل اقتصادي فعالیتونه لري، نو ځکه امریکا نه غواړي چې سیال هېوادونه یې په اسانه توګه د افغانستان له خاورې استفاده وکړي.»

په همدې حال کې یو شمېر نور سیاسي شنونکي د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو خبرو ته په اشارې وايي چې د افغانستان ګاونډیان د دغه هېواد له لوري د ناامنیو له زیاتېدو اندېښمن دي.

سیاسي چارو شنونکي او د نړیوالو اړیکو کارپوه طارق فرهادي سلام‌وطندار ته وویل پاکستان د افغانستان له خاورې څخه د تحریک طالبان پاکستان د فعالیت په اړه اندېښنه لري. د هغه په ​​وينا، پاکستان د امريکا له خوا شین څراغ ته انتظار باسي څو د اړتيا پر مهال په افغان خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان پر پټنځایونو بريد وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د فرهادي په اند، د امریکا لپاره د افغانستان د امنیت مسله مهمه نه ده، ځکه یې په وار وار ټینګار کړی چې له سیمې تر وتلو وروسته د امنیت مسوولیت د سیمې د هېوادونو پر غاړه دی او اسلامي امارت د ګاونډیو هېوادونو د سل په سلو کې د باور ترلاسه کولو په برخه کې پاتې راغلی دی.

د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو شاوخوا ۹ میاشتې تېرې شوې دي، خو تراوسه هم د دوی حکومت کوم هېواد د په رسمیت نه دی پیژندلی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام