تخار کې د مېنو او ځمکو پر سر شخړه؛ څلور کسان ټپیان شوي

د تخار په خواجه‌ بهاالدین ولسوالي کې باوري سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي، دې ولسوالي ته له پاکستانه بېرته راغلو کورنیو له دوو ورځو راهیسې په «شورتوغي» او «ګلبهار» سیمو کې خلک له کورونو وباسي او تراوسه یې له «ګلبهار» سیمې نه له ۵۰ ډېرې کورنۍ اېستلې دي.

د ا.ا له لوري د کورونو پلټلو پر وړاندې غبرګونونه

له څو ورځو راهیسې په کابل، مزار شریف او کندوز کې د اسلامي امارت له لوري د کورونو  بیا پلټلو په اړه راپورونه خپرېږي. د مزار شریف او کندوز اوسېدونکو سلام‌وطندار ته ویلي چې اسلامي امارت په دغو ولایتونو کې یو ځل بیا د خلکو د کورونو پلټلو ته مخه کړې او لا هم دا لړۍ روانه ده. د اسلامي امارت له لوري په دغه ولایتونو کې د کورونو د پلټنې عملیاتو پیلېدل د ټولنیزو رسنیو د یو‌شمېر کارونو له ګڼو غبرګونونو سره هم مخ شوی دی. 

جلال‌اباد کې یوه خیریه بنسټ پر ۱۵۰ بې‌وزله مېرمنو د خیاطۍ وسایل ووېشل

جلال‌اباد کې یوه خیریه بنسټ ۱۵۰ هغه مېرمنې چې بې‌وزله او د کورنۍ سرپرست نه‌لري، د خیاطۍ په برخه کې روزلي او نن یې پر یادو مېرمنو د کار د پیل په موخه د خیاطۍ ماشینونه او نور وسایل ووېشل، څو د خپل کورني اقتصاد پياوړتیا او ستونزو حل په برخه کې ترې ګټه واخلي.

لوګر کې سېلابونه؛ تراوسه د ۱۲ کسانو جسدونه موندل شوي او ۶۰۰ کورونه نړېدلي

د لوګر د طبعیي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وایي چې د پرونيو اورښت له امله د یاد ولایت په مرکز پل‌علم او خوښۍ ولسوالي کې سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي. د نوموړي په وینا، خوښي ولسوالي کې د سېلاب ځپلیو کورنیو د ژغورنې هڅې پيل شوي او لسګونه کورنې یې خوندي ځایونونو ته لېږدولي دي.

پروان کې سېلابونه؛ تراوسه ۳۱ کسان مړه او ۱۷ ټپیان شوي

باختري خبري اژانس د پروان محلي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د دغه ولایت د سیاه‌ګرد او شینواري ولسوالیو ځینو برخو کې د راوتلو سېلابونو له کبله لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

د راپور پربنسټ، پروان کې د سېلابونو راوتلو له امله لسګونه کسان لادرکه شوي هم دي. باختر اژانس ویلي چې ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېرې له دې هم لوړې شي.

کندهار او روزګان کې سېلابونو ۳۱ کسان مړه کړي

د کندهار او روزګان ولايتونو په یو‌شمېر ولسوالیو کې د وروستیو اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د دوی په وینا، دغو سېلابونو د خلکو څاروي هم وړي او کورونه او ګڼ‌شمېر هټۍ یې ویجاړې کړې دي. په ورته مهال د کندهار په خانشین ولسوالي کې هم د وروستیو اورښتونو له کبله خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

سراج‌الدین حقاني: د کورونو د پلټنې پرمهال دې خلک ونه ځورول شي

وروسته له هغې چې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د کور په کور پلټنې له بهیر څخه شکایتونه وشول، اوس د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویلي چې د کورونو د تلاشۍ پرمهال باید څوک ونه‌ ځورول شي.

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي دغه څرګندونې نن په کابل کې د پولیسو اکاډمۍ څخه د سلګونه افسرانو د فراغت‌غونډې پرمهال وکړې.