بښنې نړیوال سازمان: اسلامي امارت دې د نجونو ښوونځي پرانیزي

بښنې نړیوال سازمان ویلي چې افغانستان کې نجونې له څو میاشتو راهیسې ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري او د زده‌کړو له بنسټیز حق څخه محرومې شوې دي. د بښنې نړیوال سازمان ټينګار کړی، سربېره پر دې چې په ملي او نړیواله کچه فشارونه راوړل کېږي، خو تراوسه د اسلامي امارت له لوري نجونو ته د زده‌کړو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د نجونو ښوونځي به ډېر ژر بېرته پرانستل شي

د روان ښوونیز کال له پیل راهیسې د ښوونځیو زده‌کوونکي له ګڼو ننګونو سره مخ شوې دي. له هغې ډلې هېواد کې د کورونا ویرووس درېیمه څپه چې له امله وضعیت ترینګلی شو او پوهنې وزارت اړ شو چې ښوونځي تر یوې نامعلومې نېټې پورې وتړي.

د بادغیس په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو کمرنګه ګډون

په بادغیس کې یوشمېر زده‌کوونکي او د هغوی د کورنۍ غړي وايي، د ښوونځیو له بیا پرانېستل کېدو راهیسې د دغه ولایت په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو حضور کمرنګه دی.
دوی په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو د کمرنګه حضور لامل په درسي ټولګیو کې د ډېری ښوونکو نه حضور، له هېواده د زده‌کوونکو تېښته او د ماشومانو له ښوونې او روزنې څخه د کورنیو زړه‌توري کېدل بولي.

د پوهنې وزارت پرېکړې ته غبرګون؛ د ښځينه زده‌کوونکو برخلیک روښانه کړئ

د طالبانو د پوهنې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له شپږمه د لوړو ټولګیو له نارینه زده‌کوونکو غوښتي چې سر له نن «شنبې» څخه دې خپلو ښوونځیو ته حاضر شي، خو په دې خبرپاڼه کې د ښځینه زده‌کوونکو د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي. د پوهنې وزارت دغې خبرپاڼې د ښځینه زده‌کوونکو غبرګونه راپارولي دي.

طالبانو پکتیا کې د «هېوادپالنه، فرهنګ او مدني زده‌کړې» مضمونونو پر تدریس بندیز لګولی

د پکتيا ولایت اړوند هغه ولسوالۍ چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، اوسېدونکي یې وایي، وسله‌والو طالبانو د دغو سیمو په ښوونځيو کې د تدریس پر یو‌شمېر مضمونونو بندیز لګولی دی. خو د دغه ولایت د پوهنې رياست مسوولان وايي چې د مضمونونو د تدريس چارې په عادي توګه روانې دي.

ښوونځي او پوهنتونونه د امنیتي ځواکونو او طالبانو پر سنګرونو بدل شوي

سره له دې چې اوس په هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو له کبله تړل شوي ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانېستل شي، خو په یوشمېر ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه لامل شوې چې ښوونیز مرکزونه تړلي او زده‌کوونکي یې له زده‌کړو بې‌برخې پاتې شي.

خلکو ته د روغتیا وزارت خبرداری؛ که کورونا جدي ونه ګڼئ، ټول به پرې اخته شئ

د عامې روغتیا وزارت چارواکي په هېواد کې ورځ تر بلې د کورونا مثبتو پېښو ډېروالي ته په کتو خبرداری ورکوي، که خلک کورونا جدي ونه ګڼي او د دغه وزارت روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونه نیسي، وضعیت به نور هم ترینګلی شي. بله‌خوا نن په شپاړسو ولایتونو کې دولتي او خصوصي پوهنتونونه، ښوونځي او نور ښوونیز مرکزونه د دوو اوونیو لپاره رخصت شول.