غزني کې د لاسي بم چاودنې له کبله دوه ماشوم وژل شوي
د غزني امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د لاسي بم چاودنې له کبله دوه ماشومان وژل شوي دي.
د غزني د امنیې قومنداني ویاند خالد سرحدي سلاموطندار ته وايي چې پېښه د دغه ولایت د ناور ولسوالي په «ګلزار برجګي» کلي کې رامنځته شوې چې پرمهال یې یوه هلک او یوې نجلۍ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.