پکتیا کې ۲۶ خصوصي ښوونځي د مالیې د نه ورکړې له امله تړل شوي
د پکتیا ښاروالۍ مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې یې ۲۶ خصوصي ښوونځي له دې امله تړلي چې ښاروالۍ ته يې د تجارتي اعلانونو د ليک دړې يا «بورډونو» ماليه نه ورکوله.
د پکتیا ښاروالۍ مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې یې ۲۶ خصوصي ښوونځي له دې امله تړلي چې ښاروالۍ ته يې د تجارتي اعلانونو د ليک دړې يا «بورډونو» ماليه نه ورکوله.
پکتیا کې یوشمېر معلولین وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی اخیستی او له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی هغه غونډه کې چې افغان معلولینو ته د لاسرسي یا «AOAD» موسسې په همکارۍ جوړه شوې وه، له اسلامي امارت او نړیوالو بنسټونو او موسسو وغوښتل چې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره یې معاشونه ورکړي.
د پکتيا څمکنيو، اريوبځاځي، احمدخېلو، ميرزکه، لجهمنګل، سیدکرم او احمدابا ولسوالیو کې شاوخوا ۳نيمې مياشتې وړاندې د پخواني جمهوري نظام او د اسلامي امارت سرتېرو ترمنځ په نښتو کې د سلام مخابراتي شبکې تر لسو زیات سايټونه ویجاړ شول چې دامهال هم غيرفعال دي.
په هېواد کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته، ګنشمېر کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي چې اوس له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د نورو کسانو ترڅنګ په پکتیا کې د معلولینو او د هغو امنیتي سرتیرو کورنۍ چې د تېر نظام په ملاتړ یې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې خپل اولادونه له لاسه ورکړي، له اقتصادي ستونزو څخه کړېږي.
د پکتیا د صنعت او کانونو خونې رییس فضلالدین جلالزی وایي، تېرو درېوو مياشتو کې د ۸۰ سلنه فابريکو فعاليت درېدلی دی. هغه وویل، د دغو فابریکو فعالیت د خامو موادو نه موجودیت او بازارونو ته د یوشمېر بهرنیو هېوادونو د ټیټ کیفیته توکو د راوړلو له امله ځنډېدلې دي.
د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په پکتیا کې هم ګڼشمېر کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او اوس له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د پکتیا مرکز ګردېز اړوند د تېرې سيمې د ښارګوټي هټۍوال وايي، د ښاروالۍ مسوولانو د هغو هټیو او غرفو تړل پیل کړي چې په عامه ځایونو کې د کورونو خواته او د سړک غاړو ته جوړ شوي وو.
د جمهوري نظامي په بدلېدو سره خلکو او او ټلوېزیون پلورونکو اندېښنه لرله چې وسلهوال طالبان به د پخوا په څېر پر ټلوېزیونونو محدوديت ولګوي، خو اوس یې په بازارونو کې پېر او پلور په ازاده توګه کېږي.
په پکتیا کې د ټلوېزیونونو د خرڅلاو بازار تر بل هر وخته ګرم شوی او کورنۍ، په ځانګړي ډول ځوانان ليدل کېږي چې نوي ټلوېزیونونه پېري او زاړه هغه بېرته جوړوي.
د ګردېزـ کابل لويه لاره چې شاوخوا سل کيلومتره اوږدوالی لري او سړک یې هم څو کاله وړاندې په بنسټیز ډول جوړ شوی، خو له پنځوسو زیات پلونه او پلچکونه یې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه کې په ماینونو الوځول شوي چې اوس ترې موټرچلوونکي او مسافر شکایت کوي.
د سوېل ختيځ زون پکتيا، خوست او پکتيکا کې ډېرو هغو طبعي تفريحي سيمو ته چې پخوا د جګړو او ناامنیو له امله ورتګ ستونزمن وو، اوس د کورنیو سیلانیانو په ځانګړې توګه د ځوانانو تګ راتګ ورته زیات شوی دی.
په هېواد کې د وروستیو تحولاتو له امله که څه هم افغانان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو له شته امنیت څخه خوښي څرګندوي او له خپلو کورنیو سره لرو پرتو سیمو ته د چکر لپاره ځي.
د پکتيا مرکز ګردېز ښار چې د سوېل ختيځ زون مرکز دی، د کرېکټ لوبغاړي يې معياري لوبغالی او د سرپټې اکاډمۍ غوښتنه کوي. دوی دا خبرې نن ګردېز کې د کرېکټ تمريناتي اکاډمي په پرانيستغونډه کې وکړې.
د اقتصادي ستونزو او وزګارتیا له امله په سوېل ختیځ ولایت پکتیا کې دوو ځوانانو ځان وژنه کړې. دغه پېښې د مرکز ګردېز اړوند د دولتزيو او باغکي په سيمه کې شوې دي.
پکتيا کې د طالبانو او حکومت ترمنځ د جګړو له امله د ملکيانو ژوند له ستونزو ډک او په ځينو سيمو کې د دواړو لوریو د نښتو له امله ډېری وخت ملکیان خپل ژوند له لاسه ورکوي. د تېرې شنبې ورځې ماښام ناوخته د سيدکرم ولسوالي يوې کورنۍ غوښتل د جګړې له وېرې د ګردېز ښار ته پناه یوسي، خو له دې ناخبره چې مرګ به یې د ژوند پور ورپرې کړي.
د پکتيا په سيدکرم ولسوالي کې پرون ماښام د سړک غاړې ماين چاودنې له امله د یوې کورنۍ ۱۲ غړي وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي. د یادې کورنۍ يو غړی نورجان چې د پکتيا حوزوي روغتون ته يې د پېښې له ځای څخه دوه ټپي ماشومان راوړي وو، سلام وطندار ته وويل چې په دې پېښه کې يې د پلار په ګډون درې نارينه، درې ښځې او شپږ ماشومان وژل شوي او د کورنۍ ۲ نور غړي یې ټپيان دي.
پکتيا کې یوشمېر سوداګر وايي، سره له دې چې افغان چارواکو څو ځله ورسره ژمنه کړې چې د ګردېز ـ پټان لویهلار به په رسمي توګه ټرانزیټي لاره کړي، خو دغه ژمنه تراوسه نه ده عملي شوې. دوی وايي، دغه لار د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د سوداګريزې راکړې ورکړې تر ټولو غوره لار ده چې د نورو تجارتي لارو په پرتله ۳۰۰ کيلومتره لنډه ده.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون