لوګر کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز پلعلم او ولسوالیو په کچه د ۱۶ غوره لوبډلو ترمنځ د فوتسال پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز پلعلم او ولسوالیو په کچه د ۱۶ غوره لوبډلو ترمنځ د فوتسال پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.
په نیمروز کې سرچینې وايي چې د ا.ا او ایراني ځواکونو ترمنځ نښته پای ته رسېدلې ده. د سرچینو په وینا، په یاده نښته کې د هر لوري یو-یو کس وژل شوی او د ملکیانو په ګډون، یوشمېر نور ټپیان شوي دي.
د ترکمنستان پلازمېنې عشقاباد کې د اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا د ځانګړیو استازیو له ناستې وروسته په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانانو پر ملاتړ او د افغانستان د اقتصادي زېربناوو پر بیارغونه ټينګار شوی دی. د خبرپاڼې په یوې برخه کې افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو او د ښځو او نجونو د کار او زدهکړو محدودیت پر لرېکېدو ټينګار شوی.
د نورستان په کامدېش ولسوالي کې د ځمکې پر سر د کاموز او کشتوز قومونو ترمنځ ۲۶ کلنه دوښمني پای ته ورسېده او بېرته خپلو کلیو ته وګرځېدل.
د کشتوز قوم یو مشر محمدنعیم وايي، د ځمکې او اوبو پر سر دې دوښمنۍ کې چې له تېرو ۲۶ کلونو راهیسې روانه وه، د دواړو قومونو ۵۰۰ کسان وژل شوي دي.
د لوګر د سپورټ امریت چارواکي وایي، د افغانستان د بدني روزنې عمومي ریاست له لوري مرکز پلعلم کې د اتو ولایتونو په کچه د فرېزبي ټاکنیزې سیالۍ د کابل په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
افغانستان ته د ملګرو ملتونو د لوړپوړي پلاوي څلور ورځنی سفر چې مشري یې د یاد سازمان د سرمنشي مرستیالې امنې محمد کوله، د ښځو حقونو او بشري وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره پای ته ورسېد.
د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې د کابل ښار د شهرنو سیمې اړوند پر یوه هوټل برید د درېوو بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.
د نوموړي په وینا، یاد هوټل کې مېشت مېلمانه ژغورل شوي او هېڅ بهرنی وګړی په دغه برید کې نهدی وژل شوی.
هغه وايي، دوو بهرنیو وګړو د برید پر مهال یې له ودانۍ ځانونه راغورځولي، ټپيان شوي دي.
د فوټبال نړیوال جام د ۱۶ غوره پړاو سیالیو په لړ کې نن د مراکش لوبډله له اسپانیا او پرتګال له سویزرلنډ سره لوبه کوي. بېګاه شپه د دغو سیالیو په لړ کې کرواشیا جاپان او برازیل سوېلي کوریا ته ماته ورکړه او کوارټر فاینل ته یې لاره پیدا کړه.
د پکتیا د بدني رونې ادارې مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د « امن اختر» په نوم په ازادو سیالیو کې چې د پکتیا سربېره د ۱۸ نورو ولایتونو لوبغاړو هم پهکې ګډون کړی وو، پرون پای ته ورسېدې.
تمه ده نن اولاف شولز د جرمني د نوي لومړي وزیر په توګه لوړه وکړي او تر راتلونکو څلورو کلونو پورې د دغه هېواد صدراعظم شي. ۶۳ کلن شولز به د جرمني د منځلارو- کیڼ اړخو د اېتلاف مشري په غاړه واخلي.
په لوګر ولایت کې د کرېکټ بورډ ادارې له لوري د کرېکټ ثبت شویو روزنتونونو ترمنځ د پیل شویو سیالیو اتلولي د دغه ولایت همت لوبډلې په خپل نوم کړه. دغو سیالیو چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ او د لوګر ولایت د مرکز پل علم په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو شاوخوا ۱۲ رسمي کلبونو پکې ګډون کړی وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې به د دغه هېواد د ماموریت د پای او وروستیو ډیپلوماټیکو عملیاتو په اړه پلټنې وکړي.
رویټرز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مسوولانو له قوله لیکلي چې د دغه وزارت پلټونکې به له کابله د امریکايي چارواکو د اېستلو په ګډون، افغانستان کې د امریکا ډیپلوماټیکو فعالیتونو ته بیاکتنه وکړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي چې افغانستان کې د امریکا جګړه پای ته رسېدلې او افغانانو ته دا فرصت په لاس ورغلی چې د هېواد راتلونکې په خپلو لاسونو جوړه کړي. خلیلزاد زیاته کړې چې افغانان به اوس د خپلې بشپړې خپلواکۍ ته د رسېدو لپاره لار وټاکي او کولای شي، جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
په بلخ ولایت کې د سولې په بهیر کې د ښځو اېتلاف له لوري د تلپاتي اوربند په موخه له ټول افغانستان څخه ۵سوه زره لاسلیکونه راټول شوي دي.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب روسیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار نیکولای پاتروشیف سره لیدلي دي. د ملي امنیت شورا دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه لیدنه چې نن ترسره شوې، دواړو لوریو په سیمه کې د ګډو امنیتي موخو د تقویت او ملاتړ لپاره د چمتووالي خبر ورکړی دی. دواړو لوریو په دې لیدنه کې د سولې په بین الافغاني خبرو او له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې هم خبرې اترې کړي دي.
د المان د دفاع وزیر انهګرت کرامپ کارنباوئر ویلي چې له افغانستان څخه یې ټول الماني سرتیري اېستلي او په دغه هېواد کې یې خپل ۲۰کلن ماموریت پای ته رسولی دی. په افغانستان کې د المان د وروستیو دوه لسیزو پوځي حضور د دغه هېواد تر ټولو مرګونی ماموریت ګڼل شوی دی.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون