یو ماشوم د شبرغان په «پل خراسان» سیند کې ډوب شوی

د جوزجان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس سراج‌الدین سراجي سلام‌وطندار ته ویلي چې د حبیب‌الله په نوم یو شپږکلن ماشوم د شبرغان ښار په سیند کې ډوب شوی دی.
هغه وايي، یاد ماشوم لومړی پر واورې ښویېدلی، بیا سیند ته غورځېدلی دی.

هلمند کې د اوبو ژورې څاه ته لوېدلی ماشوم ژغورل شوی

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په موسی‌قلعه ولسوالي کې د اوبو ژورې څاه ته لوېدلی ماشوم ژغورل شوی دی.

د یاد ولایت د مسوولانو په وینا، دغه ماشوم پرون ناوخته د موسی‌قلعه ولسوالي په «لوی تل» سیمه کې ژورې څاه ته لوېدلی و چې بېګاه شپه ناوخته ژغورل شوی دی.

کندهار کې خپلمنځي شخړه؛ یو ماشوم وژل شوی، ورور او پلار یې ټپیان دي

د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په میوند ولسوالي کې د ځمکې پر سر شخړه کې د یوې کورنۍ درې کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د کندهار د والي ویاند حاجي زید وايي چې دې پېښه کې یوه لوري پر بل لوري چې موټر کې ناست دي، ډزې کړي او له کبله یې یو ماشوم وژل شوی او بل ورور او پلار یې ټپیان دي.

پکتیکا کې چاودنې یو ماشوم وژلی او دوه ټپیان دي

پکتیکا کې محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې چاودنې یو ماشوم وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د پکتیکا د امنیې قومنداني مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت په مټاخان ولسوالي کې د یوه لاسي‌ بم چاودنې پرمهال یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

ناپېژنده کسانو په روزګان کې یو ماشوم وژلی

د روزګان د اطلاعاتو او کلتور رییس اغاولي قریشي سلام‌وطندار ته ویلي چې ناپېژنده کسانو د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په دهراود ولسوالي کې لومړی یو ماشوم تښتولی او بیا یې په بې‌رحمانه ډول وژلی دی.

د زابلي ماشوم د ژغورنې د عملیاتو پای؛ څاه څخه یې مړی راواېستل شو

باختر خبري اژانس ویلي چې عملیاتي ځواکونو او روغتیايي ډله بریالۍ شوې چې زابل کې یوې څاه ته لوېدلی ماشوم راوباسي، خو د دې اژانس په وینا، یاد ماشوم د تنفسي ستونزو له امله ساه ورکړې ده.

په زابل کې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شرافت وايي، یاد ماشوم په څاه کې دننه ساه ورکړې وه.

غور کې د وژل شوې ښځینه افسرې د کورنۍ دردوونکې کیسه

عثمان په غور کې د ښځینه افسرې نګار یوازینی زوی دی چې لا هم شیدې خوري او له دوو میاشتو راهیسې د مور له غېږې بېل شوی دی.
د نګار خاوند عبدالرووف وايي، ناپېژنده وسله‌والو یې مېرمن په فېروزکوه ښار کې د شپې په کور کې د کورنۍ د سترګو پر وړاندې ووژله.
هغه وايي، مېرمن یې د څو میاشتو امېندواره هم وه.

طالبانو د خوست د جنایي جرمونو د پخواني آمر زوی نیولی

طالبانو د خوست د امنیې قومانداني د جنايي جرمونو پخواني آمر شېر داوود ارین زوی امید نیولی دی.
د اسلامي امارت له لوري د شېر داوود ارين د زوی اميد د نيولو خبرونه پر ټولنیزو د خلک غبرګونونه راپارولي دي.
د ټولنيزو رسنيو کاروونکو پر خپلو فېسبوک‌پاڼو ليکلي، امېد چې د خصوصي ښوونځي د نهم ټولګي زده‌کوونکی دی، اوس له طالبانو سره دی.

کابل کې د پرونۍ چاودنې پر وړاندې غبرګونونه

د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په بره‌کي څلولارې کې پرونۍ خونړۍ چاودنې د خلکو توند پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د ټولنیزو رسنیو ګڼ‌شمېر کاروونکو د قربانیانو پر وینو لړلیو جسدونو او ویډیوګانو په خپرولو سره چې ماشومان په‌کې د «مورې پورته شه!» نارې وهي، دا پېښه د اسلام او انسانیت خلاف بولي.
دغه راز، پر ټویټر هم د کابل د دې پېښې او وروستیو جنایتونو د غندلو لپاره د «#مورې پورته شه!» هشټګ په کارولو سره کمپاین پیل شوی دی.