
میدانوردګ کې تاریخي سیمې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي
د میدانوردګ یوشمېر فرهنګیانو او اوسېدونکو سلاموطندار ته ویلي چې مرکز میدانښار، نرخ، جلریز، سیداباد، چک او بهسودو ولسوالیو کې ډېری تاریخي سیمې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.

د میدانوردګ یوشمېر فرهنګیانو او اوسېدونکو سلاموطندار ته ویلي چې مرکز میدانښار، نرخ، جلریز، سیداباد، چک او بهسودو ولسوالیو کې ډېری تاریخي سیمې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.

د میدانوردګ یوشمیر بڼوالو سلاموطندار ته ویلي چې د پخوا په پرتله دغه ولایت کې د ګېلاسو حاصلات او باغونه د پام وړ ډېر شوي، خو د مناسب بازار نشتون له امله ډېری بڼوال خپل حاصلات په نیمه بیه پلوري.

وروسته له هغې چې د اسلامي امارت له لوري په یوه مکتوب کې شپږو دولتي ادارې منحل اعلان شوې، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي او د یوشمېر هېوادونو سفیرانو او ځانګړیو استازیو د دغې پرېکړې پر وړاندې تند غبرګون ښودلی دی. توماس نیکلسون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د نورو ادارو په پرتله دغو دولتي بنسټونو ته اړتیا ډېره لیدل کېږي.

سږ کال د ننګرهار پنځو ولسوالیو کې پر ۳۵۰ جریبه ځمکه د ځمکني توتانو کر شوی چې د تېر کال په پرتله یې د ۲۰ ټنه په زیاتوالي سږنی موسم حاصل ۱۷۰ ټنو ته رسېږي.

د نورستان ولایت په دواب ولسوالي کې د وروستیو ورښتونو له امله سېلابونو راوتلي چې له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

یوشمېر افغان کډوالو اسلااباد کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر مخې ته د خپلو پناه غوښتنلیکونو د بېبرخلیکۍ په غبرګون کې اعتراض کړی دی.

ایران کې له یوشمېر افغان کډوالو سره د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د ناوړه چلن، ځينې ویډیوګانې رسنيزې شوي چې ګڼشمېر غبرګونونه یې راپارولي دي.
د ټولنیزو رسنیو یوشمېر افغان کاروونکي ایران کې افغان کډوالو سره د ایرانیانو د چلن څرنګوالی غیرانساني کار بولي او غندنه یې کوي.

نن د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ ده. د دغې ورځې په رارسېدو سره، سلاموطندار تېر یوه کال کې د افغان مېرمنو وضعیت څرنګوالی ارزولی دی. د اسلامي امارت د حکومت په لومړیو ورځو کې د ښځو د ملاتړ تر ټولو ستر بنسټ، د چارو وزارت لغوه شو.
دې وروستي کال کې له سیاسي، ټولنیز، کاري او ښوونیز اړخه د ښځو وضعیت د پام وړ بدلون کړی دی. تېرو شلو کلونو کې ښځو د مخکېنیو حکومتونو ټولو برخو کې حضور درلود.

پر لرګيو حکاکي یو لرغونی صنعت دی چې اوس هم افغانستان کې ګڼشمېر مینهوال لري. حکاکي چې په عامه اصطلاح کې ورته «ټوکايي» وايي، خواري یې ډېره خو صنعتکاران یې د ګوتو په شمېر دي.

د ملګروملتونو سرمنشي له خپلو اساسي حقونو څخه د افغان ښځو او نجونو محرومه پاتې کېدو څخه اندېښنه ښيي او وايي، اسلامي امارت دې نړیواله ټولنه کې د غړیتوب لپاره دغه حقوق په رسمیت وپېژني. انتونیو ګوترېش پر ټویټر لیکلي، افغانستان کې ښځې او نجونې د ښوونې او روزنې، دندې او برابر عدالت لپاره یو ځل بیا خپلو حقونو څخه محرومیږي.

د ناروې په اوسلو غونډه کې د افغان ښځو په استازیتوب یوې افغان مېرمنې هدا خموش وینا وکړه او افغانستان کې یې د ښځو پر کار، زدهکړو او سیاسي ګډون ټينګار وکړ. فاطمي زیاتوي، د افغان معترضو مېرمنو د استازې وینا باید له شرط پرته د کار او زدهکړو حقونو ورکړه او په سیاسي برخه کې د ښځو پر ګډون راڅرخېدای.

د افغانستان د امامیه علماوو عالي شورا رییس محمدحسن کندزي نن کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د مخکیني حکومت په پرځېدو او د اسلامي امارت په راتګ سره په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د افغانستان او نړۍ ترمنځ یو نوی فصل پرانستل شوی دی.

جمال چې دا یې مستعار نوم دی د غزني ولایت اصلي اوسېدونکی دی، خو نشې هغه د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار په یوې څنډه کې وېجاړې کنډوالې ته راوستی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین ویلي، د افغانستان د اقتصاد پیاوړتیا لپاره د لارو چارو پر څېړنو بوخت دی. بلنکین دغه څرګندونې د ۲۰۲۱ کال په وروستۍ ورځ په یوې خبري ناسته کې کړي دي. نوموړي په دغه ناسته کې ټينګار کړی چې امریکا په دې وروستیو کې د افغانستان له شتمنۍ څخه د ۲۸۰ میلیونو ډالرو د ازادولو په برخه کې مهمه ونډه لرله.

اسوشیټډپرس خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د امریکا د کډوالۍ او خدمتونو فدرالي ادارې د سلګونه افغانانو چې غوښتل یې په لنډمهالې توګه امریکا کې پاتې شي، د بشردوستانه وېزو غوښتنلیکونه رد کړي دي. د رپوټ له مخې، د دغو غوښتنو ردول د وېزو غوښتونکو د ناهیلۍ لامل شوي چې له ګواښ سره مخ دي.

په کابل کې د مارشال فهیم پوځي پوهنتون زدهکړیالانو په یوې اعتراضیه غونډه کې له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه چې د دغه پوهنتون د زدهکړیالانو برخلیک دې روښانه کړي.