غور کې د معلولانو اعتراض؛ «په تېرو دوو کلونو کې له پامه غورځېدلي یوو»

د غور یوشمېر معلولانو نن سهار د دغه ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې د دوی د حقونو نه ورکړې له کبله د اعتراض په توګه را ټول شول او له حکومت نه یې وغوښتل چې پام ورواړوي. امیرداد چې څلورکسیزه کورنۍ ور پر غاړه ده، له حکومت څخه غواړي چې د ده په ګډون، د ټولو معلولانو حقونه ورکړي.

غور کې د لومړنیو خوراکي توکو د بیو له لوړوالي د خلکو شکایت

د غور اوسېدونکي وايي چې دغه ولایت کې د ژمي په رانږدې کېدو سره د لومړنیو خوراکي توکو بیې لوړې شوي چې د یاد ولایت اوسېدونکي یې اندېښمن کړي دي.

د غور د «الندر» سیمې اوسېدونکی ۳۸کلن عبدالکریم چې د خوراکي توکو پېرلو لپاره فیروزکوه ښار ته راغلی، وايي چې د بیو لوړېدو له امله د اوړو، غوړیو، وریجو او پیازو په څېر د توکو د پېر توان نه‌لري.

غور کې یوې نجلۍ ځان را ځړولی

غور کې ځايي سرچینې وايي چې د حنیفې په نوم یوې نجلۍ نن په دغه ولایت کې ځان را ځړولی او وژلی دی.
د سرچینو په وینا، دې نجلۍ د لعل او سرجنګل ولسوالي اړوند د «محمدقدم کلا» په کلي کې ځان را ځړلوی دی.

غور او فاریاب کې دوه کسانو ځان وژنه کړې

غور کې امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرغاب ولسوالي کې یوه ځوان ځندۍ کړی او ځان وژنه یې کړې ده.

د دغه ولایت د امنیې قومنداني مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ځوان شاه‌ولي نومېده او د مرغاب ولسوالي د «جنداک» کلي اوسېدونکی و.

غور کې د نشه‌يي توکو د کښت له ډېروالي د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې

په غور کې د نشه‌يي توکو د کښت ډېروالي د یاد ولایت اوسېدونکي او مدني فعالان اندېښمن کړي دي. دوی وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د غور کروندګرو پر خپلو ځمکو په ډېره اندازه چرس او تریاک کرلي دي. د غور اوسېدونکي او مدني فعالان زیاتوي چې د دغه ولایت په دولتیار او د فیروز کوه ښار لویدیځو سیمو کې ډېر نشه‌يي توکي کښت شوي دي.

اسلامي امارت په غور کې نادولتي مرستندويه موسسو ته د بيافعاليت اجازه ورکړه

د غور سیمه‌ییز مسوولان په دغه ولایت کې د نا‌دولتي مرستندویه بنسټونو د بیا پرانیستلو خبر ورکړی دی. د غور د والي ویاند، عبدالواحد حماس سلام‌وطندار ته وویل چې د دغه ولایت والي احمدشاه دین‌دوست پرون د ملګرو ملتونو له مرستیال سره په کتنه کې په غور کې د نادولتي مرستندویه ادارو د بندېدو په اړه خبرې کړې دي.

غور کې کڼو زده کوونکو خپلې لاسته راوړنې نندارې ته کېښودې

د غور د کڼو ښوونځي زده‌کوونکو د دغه ولایت د محلي مسوولانو په حضور کې خپل لاسي صنايع او لاسته راوړنې په يوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړې. په دې نندارتون کې د غور د کڼو د مسلکي ښوونځي ۲۶ زده‌کوونکو ګډون کړی و، چې له دې ډلې ۱۵ تنو د ساینسي علومو په برخه کې، څلورو په مسلکي برخه کې، پنځو تنو د لاسي صنایعو په برخه کې او دوو نورو د نقاشۍ او عکاسۍ په برخه کې خپلې لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې کړې.

غور کې دوه کسان د خوب پرمهال وژل شوي

د غور امنیتي مسوولان وايي، دغه ولایت کې دوه کسان په مرموز ډول وژل شوي. د چارواکو په وینا، پېښه د غور د پسابند ولسوالي «شغزک» سیمه کې شوې ده.
ویل شوي چې وژل شویو کې یو سړی او د هغه لمسی شامل دی. د غور د امنیې قومنداني ویاند عبدالرحمان بدري سلام‌وطندار ته وايي، دغه دوه کسان تېره شپه د خپل خوب په بستره کې وژل شوي دي.