د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ سقوط په اړه اندېښنې
له تېرو درېيو ورځو راهیسې د ننګرهار له حصارک ولسوالۍ د مرګژوبلې او د طالبانو په لاس د ځینو حکومتي پوستو د سقوط راپورونه ورکول کېږي. د سیمې اوسېدونکي د هویت نه څرګندېدو په شرط سلاموطندار ته وايي، طالبانو له درېيو ورځو راهیسې د حصارک پر یو شمېر پوستو ډلهییز بریدونه کړي او که تازه دمي سرتېري ور ونه رسېږي، دا ولسوالۍ به سقوط وکړي.