د کولرا ناروغۍ زیاتوالی؛ انتاني روغتون کې شکمنې پېښې دوه برابره شوي
کابل کې د انتاني روغتون مسوولان وايي چې په تېره یوه میاشت کې د کولرا ناروغۍ شکمنې پېښې دوه برابره شوې دي.
کابل کې د انتاني روغتون مسوولان وايي چې په تېره یوه میاشت کې د کولرا ناروغۍ شکمنې پېښې دوه برابره شوې دي.
د بېپولې ډاکټرانو سازمان په افغانستان کې پر شري ناروغۍ د اخته ماشومانو د شمېر له ډېروالي څخه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته د اړمنو کسانو په شمېر کې ډېروالی راغلی دی. یادې کمېټې نن پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، دې هېواد کې بشردوستانه مرستو ته د اړمنو کسانو کچه د تېر کال په پرتله ۳۰سلنه لوړه شوې. یادې کمېټې زیاته کړې، اوس په افغانستان کې ۲۴.۴ میلیونه کسان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.
د عامې روغتیا وزارت مسوولان تاییدوي چې په هېواد کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو دي. د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر سلام وطندارته وویل چې تېرو دوو اوونیو کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.
کندهار کې د ميرويس حوزوي روغتون د علمي شورا مسوول ډاکټر سورګل نوزادي وايي چې په تېرو ۳میاشتو کې یاد روغتون ته پر خوارځواکۍ اخته ۸۰۲ ناروغان ور وړل شوي چې له ډلې یې ۳۲ ناروغان مړه شوې دي.
د ننگرهار ولایت په شپږو ولسوالیو کې ګني ګښت کېږي چې ډېره برخه یې په کامې، بټي کوټ او کوز کونړ ولسوالیو کې دي چې د دغه ولایت د کرنې ریاست د مسوولانو په وینا، د تېرو کلونو په پرتله سږکال یې هم په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی دی.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۴۱ کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي او ۱۲۷۳ نور پرې اخته شوي دي. تازه پېښې د درې زره او ۳۴۶ شکمنو کسانو له کتلو ترلاسه شوې دي.
د رسمي شمېرو له مخې، د کورونا له کبله د مړینې تازه شمېرې په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې تر ټولو لوړې هغه دي.
د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون نن د دې جرګې عمومي غونډه کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه یوې اعلامیه کې وویل چې ناټو او امریکايي ځواکونه په مسوولانه توګه د دوه اړخیزه تړون له مخې افغانستان ته راغلي وو او وتل یې هم باید مسوولانه وي.
بدخشان ولایت کې یوه ملکي سرچینه وایي، د دغه ولایت هغه ځوانان چې په امنیتي ځواکونو کې دنده ترسره کوي، د مرګژوبلې شمېر یې په تېرو ۳ ورځو کې په کمسارې توګه زیات شوی دی.
د بدخشان ولایت د مدنې ټولنې رییس سیف الدین سایس وایي، په تېرو ۳ ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د بدخشان ولایت د هغو ځوانانو ۱۸۰ جنازې چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې یې دنده ترسره کوله، دغه ولایت ته ور وړل شوي دي. سایس له سلاموطندار سره خبرو کې وویل چې دغه شمېرې یې په کابل کې د سردار محمد داوود خان روغتون کې له یوې روغتیایي سرچینې څخه لاسته راوړي دي.
طالبانو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د اېستلو په اړه د دغه هېواد له رسمي اعلان وروسته په هېواد کې بریدونو ته زور ورکړی دی.
د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار نن په کابل کې د امنیتي سکتور له مشرتابه سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې طالبانو د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم خپلو بریدونه ډېر کړي، خو په وینا یې، دا ډله به هېڅکله د جګړې له لارې خپلې موخې ته ونه رسېږي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، د تېرې یوې میاشتې په پرتله د کورونا ویروس په مثبتو پېښو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزي سلاموطندار ته ویلي چې د تېرې یوې میاشتې په پرتله د پلازمېنې کابل په ګډون، په ننګرهار، هلمند او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کورونا مثبتې پېښې زیاتې شوې دي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمدرفیق شېرزي سلاموطندار ته ویلي چې په دغه ولایت کې د هوا په سړېدو سره د ګازو او ډبرو سکرو نیونې پېښې زیاتې شوې دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون