جوزجان کې د ګازو دوو څاه‌ګانو د کیندلو قرارداد له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک شو

د جوزجان په یتیم‌تاق سیمه کې د ګازو د دوو څاه‌ګانو د کیندلو قرارداد نن په کابل کې د کانونو او پټرولیم وزارت او سفیر ډریلینک سروېسېز په نوم له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک شو. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور وايي، د اووه‌نیم میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د ۱۶۵۰ مترو په ژوروالي سره د ګازو د دغو دوو څاه‌ګانو د کیندلو قرارداد د یوه کال لپاره لاسلیک شوی دی.

جوزجان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۲۰ سلنه زیات شوی

جوزجان کې د افغان‌-‌ترک د صحت طفل روغتون مسوولان وايي چې روان کال په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۲۰ سلنه زیات شوی دی. د دوی په وینا، د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت او د کورنیو ناسالم خواړه پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د زیاتېدو اصلي لاملونه دي.

جوزجان کې یوه ځوان بهر ته د تګ په پیسو د بادرنګو درې سړې خونې جوړې کړي

د جوزجان اوسېدونکی انصارالحق ځوانانو د کارموندنې په موخه ایران او سعودي عربستان ته د تګ پیسې د بادرنګو د تولید پر درېوو خونو لګولې دي.
هغه د دغه کار موخه پانګونې ته د ځوانانو هڅونې او د نامنظمې کډوالۍ مخنیوي یادوي او وايي، د ټولنې هر غړی خپل مسوولیت لري چې باید سر ته یې ورسوي.

جوزجان کې د اوبو کموالی؛ سږ کال ۷۰ سلنه کروندې له منځه تللي

جوزجان د هېواد په شمال کې د هغو ولایتونو له ډلې یو دی چې ډېری اوسېدونکي یې د کرنې او بزګرۍ له لارې د ژوند اړتیاوې پوره کوي. خو د اوبو کموالی، د موسمي بارانونو نه اورېدل، پرله‌پسې وچکالۍ، د بوټو افتونه او د هوا تودوخه هغه ستونزې دي چې سږ کال یې د دغه ولایت کروندګرو ته سخت زیانونه اړولي دي.

جوزجان؛ د تېلو ټانک سوځېدو پېښه کې یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي

د جوزجان امنیتي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د تېلو یو ټانک اور اخیستی چې له کبله یې یو کس مړ شوی او دوه نور ټپیان دي.
د جوزجان د امنیې قومانداني ویاند عبدالستار حلیمي سلام‌وطندار ته ویلي چې دا اورلګېدنه نن د غبرګولي نولسمه، د جمعې ورځ، سهار وختي شاوخوا ۳:۴۰ دقیقې د دغه ولایت د مرکز شبرغان ښار د اندخوی بندر «علم‌یار بیات» د تېلو ټانک کې شوې ده.

جوزجان کې د لاسي بم چاودنه؛ دوه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي

د جوزجان د امنیې قومانداني ویاند عبدالستار حلیمي وايي چې د دغه ولایت په قوش‌تپې ولسوالي کې د یوه لاسي بم په چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د نوموړي په وینا، یادو ماشومانو دغه بم موندلی و او لوبې یې پرې کولې چې چاودلی دی.

ناپېژنده وسله‌والو سرپل کې یو کس له تښتولو وروسته وژلی

د جوزجان امنیتي مسوولان وايي چې له دغه ولایت څخه د تښتول شوي کس جسد یې سرپل کې پیدا کړی دی. ناپېژنده کسانو دغه ځوان له جوزجان تښتولی و او سرپل کې یې وژلی دی.

د جوزجان د امنیې قومنداني د جنايي مدیریت د کشف امر شمس‌الله وثیق ویلي چې پېښه پرون پنجشنبه رامنځته شوې ده.

دایکندي او جوزجان کې دوو ښځو ځان‌وژنه کړې

دایکندي کې محلي سرچینه سلام‌وطندار ته وايي چې شنبه‌شپه د سلواغې ۲۹مه د دغه ولایت د شهرستان ولسوالي «غوجګرد» کلي کې یوې پېغلې نجلۍ خپل ځان ځړولی او ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.

جوزجان کې د سختې یخنۍ له امله د مړینې شمېرې ۲۴ ته ورسېدې

د جوزجان امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د سختو واورو اورېدو او سړې هوا له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۴ ته رسېدلی دی.
د جوزجان د امنیې قومانداني ویاند عبدالستار حلیمي سلام‌وطندار ته ویلي چې د سختې واورې او یخنۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمېرې په لوړېدو دي او لپاره یې یو حقیقت‌موندونکی پلاوی هم ټاکل شوی دی.