د عراق له زندانونو ۲۵ افغان بندیان ازاد شول
د بهرنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې د عراق له بېلابېلو زندانونو څخه ۲۵ افغان بندیان ازاد شوي دي.
د یاد وزارت د ویاند مرستیال احمدضیا تکل پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې عراق کې د افغانستان سفارت په هلو ځلو دغه افغان بندیان راخوشې شوې دي.