سبا به په ۲۸ ولایتونو کې سخت باران واورېږي
د سرپرست حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په ۲۸ ولایتونو کې به سخت باران وشي او له کبله به یې سېلابونه هم راووځي.
د سرپرست حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په ۲۸ ولایتونو کې به سخت باران وشي او له کبله به یې سېلابونه هم راووځي.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن په یوه خبرتیا کې لیکلي چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو به په ۳۴ ولایتونو کې سخته واوره او بارانونه واورېږي چې توپان او سېلاب به هم ورسره وي.
د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولانو ویلي چې له کابل وروسته یې په شمالي ولایتونو کې هم د ټکسي بدلولو طرحې د عملي کېدو بهیر پیل کړی دی.
د ټرافیکو عمومي رییس حسیبالله مختار پرون (د وري نهمه، د پنجشنبې ورځ) بلخ ته د سفر پر مهال ویلي چې یاد بهیر په رسمي ډول په شمالي ولایتونو کې هم پیل کړی دی.
د اوبو او برښنا وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ټاکل شوې د روانې میاشتې له اووهمې تر نهمې سېلابونه راشي او د افغانستان په ځینو سیندیزو حوزو کې د اوبو کچه هم لوړه شي. دغه وزارت نن پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې ښايي د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې سختې واورې او بارانونه وشي چې له کبله به یې د هریرود، هلمند، شمال، کابل او آمو په سیندیزو حوزو کې سېلابونه هم راشي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولانو د چهارشنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د یوې خبري غونډې پر مهال د هغو پروژو په اړه معلومات ورکړل چې په دې وروستیو کې د دغه وزارت لهخوا د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې پیل شوې دي.
د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست نن او سبا په اتو ولایتونو کې د باران او واورې اورېدو وړاندوینه کړې ده.
د هوا پېژندنې رییس محمدنسیم مرادي نن (د لیندۍ شلمه، د دوشنبې ورځ) سلاموطندار ته ویلي چې نن او سبا به په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، پروان، پنجشېر او نورستان تر څنګ په سالنګونو کې هم باران او واوره واورېږي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان په هېواد کې د وچکالۍ او اوبو کچې ټيټېدو په اړه د خلکو له شکایتونو وروسته وايي، په دولسو ولایتونو کې به د اوبو مهارولو په موخه د ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو چېکډیمونه جوړ کړي چې په خبره یې، په دې سره به په یادو ولایتونو کې د وچکالۍ ستونزې راکمې شي.
په هرات کې د شنبې ورځې خونړۍ زلزلې او له کبله یې اوښتې مرګژوبلې او زیانونو د هېواد په دننه او بهر کې افغانان اړ کړل چې له زلزلهځپلیو سره د مرستې را ټولولو کمپاین پیل کړي.
د کابل ښار د پروان هوټل سیمه کې د مرستې را ټولولو مسوول فهیم او د کابل ښار په نجارانو کلا کې د د مرستې را ټولولو مسووله نفیسه وايي، د هرات له زلزلهځپلیو سره د مرستې په موخه یې د پلازمېنې کابل په بېلابېلو برخو کې له لسو ډېر کمپاینونه پیل کړي او په وینا یې، را ټولې شوې مرستې به هرات ته ولېږدوي.
د هېواد د یوشمېر ولایتونو اوسېدونکي وايي چې د برښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونو ته لاسرسی نهلري چې له امله یې ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د دوی په وینا، ولایتونو کې یې د پېژندپاڼو وېش وروسته خدمتونو نشتون له امله اړ دي چې د یادو خدمتونو لپاره کابل ته سفر وکړي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، د هېواد په پنځو نورو ولایتونو کې یې هم د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل کړی دی. د دغه وزارت د ګوزڼ واکسین د پلي کېدو څانګې مسوول ډاکټر نېکولي شاه سلاموطندار ته ویلي چې دغه کمپاین یې په سمنګان، فاریاب، بلخ، جوزجان او سرپل ولایتونو کې پیل کړی او څلور ورځې به دوام وکړي.
په دې وروستیو ورځو کې د کابل په ګډون، په یوشمېر ولایتونو کې سخت بارانونه وشول او سېلابونه راغلل چې له کبله یې لسګونو افغانانو ته مرګژوبله واوښته. اوس د هوا پېژندنې ادارې یو ځل بیا نن او سبا په شلو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکوي.
د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د سلاموطندار موندنې ښيي چې ۱۳ ولایتونو کې افغان مېرمنې په بشپړه توګه روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نهلري. کابل کې د ملالۍ زېږنتون رییسه ملالۍ رحیم فیضي وايي چې دغه روغتون د ښځینه ډاکټرانو او طبي تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی.
د سلاموطندار له لوري د را ټولو شویو معلوماتو له مخې، په وروستیو اوونیو کې د ترور او وژنو پېښې زیاتې شوي او ټولیزې رسنۍ یې هره ورځ یو یا تر هغه زیات خبرونه خپروي. د دغو پېښو له ډلې تازه هغه یې د هلمند په لښکرګاه ښار کې د تېر حکومت د ملي امنیت ریاست د یوې کارکوونکې بيبي زهرا وژل کېدل دي.
د تېرې یوې شپې او ورځې پر مهال هېواد کې د دوو بېلابېلو ټرافیکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۶ کسان مړه او ټپیان شوي دي.
دغه ټرافیکي پېښې د تېرو ۲۴ساعتونو پر مهال په سرپل او زابل ولایتونو کې رامنځته شوي دي. د یادو دوو پېښو له ډلې یوه یې د روانې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ (غبرګولي ۱۷مه) د سرپل په صیاد ولسوالي کې رامنځته شوې چې پر مهال یې ۲۴ کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، نن دوشنبه د کابل، ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان په ګډون، د هېواد په ۲۳ ولایتونو او ۲۱۷ ولسوالیو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپیان پیل شوی چې او په درېوو ورځو کې به څه باندې شپږ میلیونه ماشومان واکسین شي.
د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې هر کال په ټول هېواد کې ۷۵ زره کسان پر نري رنځ ناروغي اخته کېږي او په روان کال کې یې کچه درې سلنه زیاته شوې ده.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان وايي: «زموږ د شمېرو له مخې، پر نري رنځ د اخته کسانو شمېر درې سلنه زیات شوی دی.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون