![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2024/04/۱۱۱۱۱-300x200.jpg)
پکتیا کې ۹۵سلنه د ځنګلونو پرې کولو مخه نیول شوې
پکتیا کې د ځنګلونو ساتنې قطعې مسوولان وايي چې د تېرو دوو کلونو پرمهال یې دغه ولایت کې ۹۵سلنه د ځنګلونو د پرې کولو مخه نیولې او په تړاو ۵۲ کسان هم نیول شوې دي.
پکتیا کې د شنې قطعې قومندان جاوید اغا سلاموطندار ته وايي چې تر دې مهاله یې د ځنکلونو پرې کولو په جرم ۵۲ کسان نیولي چې ځینې یې د قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشي کړي او لس کسان یې محکمې ته سپارلي دي.