![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2024/03/افزایش-بهای-مواد-اولیه-در-بلخ-ql5693wb0h1sw2agmi98zjshpm4aav6dtg3oc5kpl4-300x195.jpg)
بلخ کې د لومړنیو خوراکي توکو د بیو لوړوالی؛ خلک: د پېرلو وسه نه لرو
د بلخ د مرکز مزارشریف ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي، د روژې په لومړیو ورځو کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې د پام وړ لوړې شوي او دوی یې د پېرلو وسه نه لري.
دوی هېواد کې شته بېوزلۍ، وزګارتیا او د خلکو کمزوري اقتصادي وضعیت ته په کتو د اندېښنې وړ بولي او غوښتنه کوي چې باید بازار کنټرول او څارنه یې وشي.