لوګر کې د حکومت له لوري د لوړې مالیې له اخیستو د هټۍ‌والو شکایت

د لوګر د مرکز پل‌علم ښار یو‌شمېر هټۍ‌وال د حکومت له لوري د دغه ولایت له هټۍ‌والو څخه د لوړې مالیې له اخیستلو شکایت کوي.

دوی سلام‌وطندار ته ویلي چې کاروبار یې خراب دی او د مالیې د ورکړې توان نه‌لري. یو هټۍوال محمدعمران سلام‌وطندار ته وايي چې د پخوا په پرتله یې کاروبار خراب شوی او حکومت ته ماليه نشي‌ ورکولای.

خصوصي روغتونونو کې د مسلکي ډاکټرانو د کمښت او نشتون په اړه د خلکو شکایت

یوشمېر کابل ښاریان وايي، په خصوصي روغتونونو کې د مسلکي ډاکټرانو نشتون له کبله د روغتیايي خدمتونو کیفیت را ټيټ شوی دی.
د کابل یوه اوسېدونکي د سلام‌وطندار یوې روغتیايي خپرونې ته زنګ وهلی او د ښار په خصوصي روغتونونو کې د مسلکي ډاکټرانو له نشتون څخه یې شکایت کړی دی.

د افغانستان برښنا شرکت: ازبکستان د قرارداد له مخې برښنا نه‌ده راکړې

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د وارداتي برښنا د قرارداد له نوي کېدو یوه میاشت تېرېږي، خو لا هم دغه هېواد نه‌دی تیار شوی چې افغانستان ته د یاد قرارداد له مخې، ټاکل شوې برښنا ورکړي.
د برښنا شرکت مسوولان وايي، ازبکستان اوس افغانستان ته له ۸۵ تر ۹۰ سلنه پورې برښنا ورکوي چې په ښکاره ډول له شوي قرارداد څخه سرغړونه ده.

هلمند کې د جګړې او بې‌وزلۍ اغېزې؛ یو‌شمېر کورنۍ زړو هټیو کې ژوند کوي

هلمند کې کلونو جګړې، وچکالۍ او وزګارتیا لامل شوي چې د دغه ولایت د اوسېدونکو پر ژوند او اقتصاد منفي اغېزې وکړي.

هلمند کې یو‌شمېر کورنۍ وايي چې د وزګارتیا، بې‌وزلۍ او امکاناتو نشتون له کبله په زړو او نیمه ورانو هټیو کې ژوند کوي. سمېع‌الله چې د درېوو اولادونو پلار دی، په یوې زړه هټۍ کې د ژمي سړې شپې او ورځې تېروي.

کابل ښاریان له ککړې هوا سر ټکوي

یوشمېر کابل ښاریان وايي چې د ښار هوا ډېره ککړه شوې او دوی یې نه یوازې پر بېلابېلو ناروغیو اخته کړي، بلکې د ژوند چارې یې هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.
دوی پر اسلامي امارت نیوکه کوي چې د ژمي له راتګ مخکې یې د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره تدابیر نه‌دي نیولي او په خبره یې، بې‌غوري یې کړې ده.

کابل ښاریان: د برښنا پرچاوۍ مو ژوند او کاروبار راخراب کړی

د روان کال لومړیو کې ازبکستان څخه د وارداتي برښنا تړون د یوه کال لپاره تمدید شو، خو له شاوخوا یوې اوونۍ وروسته، د ازبکستان وارداتي برښنا پرې شوې ده. د کابل اوسېدونکي د برښنا پرچاوۍ زیاتېدو څخه شکایت لري او وايي، شاوخوا ۳ میاشتې کېږي چې د برښنا کمښت یې ورځنۍ چارې ور ټکنۍ کړي دي.

د بامیان او دایکندي اوسېدونکي: د خوراکي او سوند توکو د پېر توان نه‌لرو

په بامیان او دایکندي کې د سختو واورو  له اورښت سره هم‌مهاله د دغو دوو ولایتونو اوسېدونکي له بې‌وزلۍ او ناداراۍ څخه د اندېښنې په څرګندونو سره وايي چې د خوراکي او سوند توکو د پېرلو توان نه‌لري. دوی همداراز د مرستو نه ترلاسه کولو او د مرستندویه بنسټونو له لوري د مرستو پر ناعادلانه وېش هم نیوکه کوي.

سوالګر: مرسته راسره نه ده شوې؛ د سرې‌میاشتې ټولنه: شپږ میلیونه افغانۍ مرستو مو کړې

د اسلامي امارت د رییس‌الوزرا اقتصادي معاونیت پرون دوشنبه د مرغومې ۱۹مه ویلي، د سوالګرو راټولولو کمیټې له کابل ښار څخه شاوخوا ۲۴ زره او ۲۷۶ سوالګر راټول کړي چې له ډلې یې څه باندې ۱۱ زره ښځې او څه باندې ۹۰۰۰ ماشومان دي. اقتصادي معاونیت زیاته کړې چې دغه اړمن د مرستو ترلاسه کولو لپاره د سرې میاشتې ټولنې ته معرفي کېږي.

د بدخشان لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو له نشتون د خلکو شکایت

د بدخشان د لرې پرتو او سرحدي ولسوالیو اوسېدونکي د ګڼو نورو ستونزو ترڅنګ، د روغتیايي مرکزونو نه‌شتون او د درملو کمښت څخه شکایت کوي.

دوی سلام‌وطندار ته ویلي چې روغتیايي مرکزونو او درملو ته نه‌لاسرسي دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي

کابل کې د سوند توکو د بیو له لوړوالي د خلکو شکایت

د کابل یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې دې ورووستیو کې د نفتي توکو بیې یو ځل بیا لوړې شوې دي. دوی له سلام‌وطندار سره خبرو کې د اسلامي امارت له مسوولانو غوښتنه وکړه چې د نفتي توکو د بیو کنټرول برخه جدي اقدامات وکړي. کابل ښار موټر چلوونکي همداراز وايي چې یوازې د یوې ورځې په جریان کې د ډېزل تېل دوه افغانۍ لوړ شوي دي. د دوی په وینا چې د ګازو بیه هم پورته تللې ده.

ژمی او د خلکو بې‌وزلي؛ هلمند کې د سوند توکو بیې دوه برابره شوي

 هلمند کې ولسي وګړي شکایت کوي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال دغه ولایت کې د ژمي په رانږدې کېدو سره د سوند توکو په ځانګړې ډول د لرګيو بیې دوه برابره لوړې شوي دي. دوی سلام‌وطندار ته وویل، که دغې ستونزې ته ژره تر ژره رسېدنه و نه‌شي، لرې نه ده چې سږ کال له پراخو موسمي ناروغیو او د سړې هوا له کبله د نورو ژمنیو ننګونو سره مخ شي.

کابل کې وسله‌والې غلاوې؛ ښاریان: غله په رڼا ورځ له خلکو پیسې او موبایل اخلي

د کابل ښار یو‌شمېر اوسېدونکي په دې وروستیو کې د وسله‌والو غلاوو له ډېروالي شکایت کوي. دوی وايي چې وسله‌وال غله په رڼا ورځ له خلکو د ټوپک او توپانچې په زور پیسې، موبایل او نور وسایل اخلي. د کابل یو اوسېدونکی رویا کوشا سلام‌وطندار ته وايي چې څو ورځې وړاندې وسله‌والو غلو ترې د ټوپک په زور پیسې او موبایل واخیستل.

روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي په اړه د نهرین ولسوالي د اوسېدونکو شکایت

د بغلان ولایت د نهرین ولسوالي د لرې پرتو سیمو یوشمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او خپل ناروغان د حیواناتو په وسیله نورو سیمو ته بیايي. دوی وايي، تر اوسه دغو سیمو ته د موټرو د تګ‌راتګ لارې نه‌دي جوړې شوي.