په لسو ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۱۳ کسان مړه او ۲۰ ټپیان شوي

په تېره شوه شپه او ورځ کې په میدان وردګ، ننګرهار، لغمان، نورستان، پنجشېر، پروان، لوګر، کونړ، غزني، خوست، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې د اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې له ځاني زیان سربېره یې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.

پکتیا کې د پرون ورځې باران او ږلۍ خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

د پکتیا مرکز ګردېز ښار اړوند د وچ‌غړک او بالادې سیمو کې د سخت باران او ږلۍ له امله د خلکو ډېری باغونه او کښتونه له‌منځه تللي دي.

د وچ‌غړک سیمې یوه اوسېدونکي حاجي رحیم سلام‌وطندار ته ویلي چې پروني باران او  ږلۍ له امله راوتلو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

ډېوېډ میلیبند: لوېدیځ افغانستان ته له ناورین څخه ډکه زیانونه اړولي

د ژغورنې کمېټې اجرايي رییس او د بريټانیې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ډېوېډ میلیبند وايي چې لوېدیځ پر افغانستان د لوږې سیاست په تحمیلولو سره دغه هېواد او خپل ځای ځای‌ګي ته  له ناورین څخه ډک زیانونه اړولي دي.  د هغه په وینا، باید دې ته اجازه نه وای ورکړل شوې چې په دې چټکۍ د افغانستان وضعیت خراب شي.

نورستان کې سېلابونه؛ تر اوسه ۶۵ جسدونه پیدا شوي

د نورستان چارواکي وايي، د ختیځ نورستان په کامدېش ولسوالي کې د سېلابونو له امله د ۱۸۰ ورکو خلکو له جملې تر اوسه ۶۵ جسدونه موندل شوي دي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم سلام‌وطندار ته ویلي چې د سېلاب وړیو په ډله کې مېرمنې، ماشومان او سپین‌ږیري شامل دي.

نورستان کې سېلابونو یو کلی وړی

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم سلام‌وطندار ته ویلي چې سېلابونو تېره شپه شاوخوا دولس بجې د ختیځ نورستان په کامدېش ولسوالي کې د میردېش په نوم کلي لسګونه کورونه له انسانانو او حیواناتو سره وړي دي. د هغه په خبره، د لومړنیو معلوماتو له مخې، لسګونه کسان په‌کې مړه شوي هم دي. نوموړی وايي، یاده سیمه د طالبانو په ولکه کې ده او د حکومتي مرستو رسولو او ژغورنې ډلګیو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

ایران کې د افغان دولت او طالبانو د پلاویو اعلامیه؛ جګړه د حل لاره نه ده

د افغان دولت او طالبانو استازیو نن په تهران کې له دوه‌ورځني بحث وروسته اعلامیه خپره کړه. په اعلامیه کې لیکل شوي چې جګړه د حل لاره نه ده او باید پر سیاسي حل‌لارې تمرکز وشي. په اعلامیه کې د تهران غونډه ګټوره بلل شوې او لیکل شوي چې جګړه د افغانستان سلامتیا ته زیان رسوي او د پای ته رسېدو لپاره یې باید سیاسي لارې چارې ولټول شي.

د کابل په بېګانۍ اورلګېدنه کې ۷ کسان مړه شوي او ۱۴ ټپیان دي

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، د شکردرې ولسوالي د کارېزمیر او مرادبېګ کلا اړوند د کابل په شمالي دروازه کې د بېګانۍ اورلګېدنه له کبله لږترلږه ۷ کسان مړه شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. دا شمېرې وروستۍ نه دي او ښايي لوړې شي. د نوموړي په وینا، یاده اورلګېدنه بېګاه شاوخوا ۹ بجې د تېلو یوه ټانکر کې له اورلګېدنې پیل او وروسته ترې لسګونو نورو ټانکرو هم اور اخیستی او بشپړ ډول سوځېدلي دي.

کابل کې بېګانۍ چاودنې ملکیانو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي

بېګاه شاوخوا ۹ بجې او پنځوس دقیقې د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند په شهید څلورلارې کې درنه چاودنه وشوه چې غږ یې د کابل ښار په لرو پرتو سیمو کې هم اورېدل شوی دی.
امنیتي مسوولان وايي، په دې چاودنه کې د امنیتي ځواکونو دوه رېنجرې له منځه تللي، خو د پېښې عیني شاهدان وايي چې ملکيانو ته یې هم مرګ‌ژوبله او مالي زیانوني اړولي دي.

د هرات په اسلام‌کلا ګمرک کې اورلګېدنه؛ تر اوسه ۱۰ کسان ټپیان شوي

د هرات محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په اسلام‌کلا ګمرک کې لسګونه ټانکرو او تاسیساتو اور اخیستی دی.
د هرات والي سیدعبدالوحید قتالي وايي، نن له غرمې وروسته په اسلام‌کلا ګمرک کې اور لګېدلی چې په وینا یې، د هوايي ځواک له مرستې پرته د مهارېدو وړ نه دی. د هغه په خبره، د دې اورلګېدنې د مهارولو لپاره یې د بهرنیو چارو وزارت له لارې له ایران نه مرسته غوښتې ده، خو د ایران مشهد هم د دغه اور د مهارېدو امکانات نه لري. قتالي زیاتوي، اوس یې له بهرنیو ځواکونو مرسته غوښتې چې له هوا نه دا پراخه اورلګېدنه مهار کړي.