
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: ا.ا دې غلام رباني هدفمند ژر تر ژره خوشې کړي
د افغان خبریالانو د خوندېتوب کمېټې له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې په غور کې د یادې کمېټې ولایتي همکار غلام رباني هدفمند ژر تر ژره خوشې کړي.
د افغان خبریالانو د خوندېتوب کمېټې له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې په غور کې د یادې کمېټې ولایتي همکار غلام رباني هدفمند ژر تر ژره خوشې کړي.
د سلاموطندار خبریال سرور هاشمي چې نن کابل ښار کې د پوهنې وزارت مخته د ښځو د یوه اعتراض د خبري پوښښ لپاره ورغلي و، د اسلامي امارت د استخباراتو له لوري نیول شوی و چې له شپږ ساعت بند وروسته یې بېرته خوشې کړی دی. سرور هاشمي وايي چې په پوهنې وزارت کې شپږ ساعته تر پوښتنو او ګروېګنو لاندې و.
د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون وايي، د اسلامي امارت له لوري د طلوع نیوز د درېوو کارکوونکو نیونه ناقانونه عمل دی. د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي، په داسې حال کې چې نن د خبریال ملي ورځ ده، خو بهرام امان په زندان کې دی او خبریال باید خپله ورځ په زندان کې ونه نمانځي.
د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون د خبریال ملي ورځې په ویاړ د څه باندې ۴۰۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو له ډلې ۲۰ هغه په بېلابېلو کټګوریو کې د کال د غوره خبریال او د رسنیو کارکوونکو په توګه ونومول چې د یوې رقابتي پروسې له لارې یې نوملیکنه کړې وه او پهکې بریالي شوي وو.
د کندوز د ملي ټلویزیون خبریال سیدحکیم حکیمي په خپل فېسبوکپاڼه لیکلي چې د بېوزلۍ له امله یې د خپل د کور توکو پلور ته مخه کړې، څو ژوندی پاتې شي. حکیمي په خپل فېسبوکپاڼه لیکلي، د اسلامي امارت له راتګ وروسته دا لومړی ځل دی چې اړ شو، څو د خپلې کورنۍ لپاره د خوراکي توکو د برابرولو لپاره د کور وسایل وپلوري.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، د کابل په لوېدیځ د دشت برچي د «کولایی مهتابقلعه» سیمې په پرونۍ چاودنه کې د اریانانیوز ټلویزیون پخوانی کارکوونکی حمید سیغاني وژل شوی دی. حمید سیغاني د اریانانیوز ټلویزیون د سیاسي خپرونو د ویاندې فوزیه وحدت خاوند و. مېرمن وحدت هم پر فېسبوکپاڼه د خپل خاوند د مرګ خبر تایید کړی.
سهار وختي دوه بجې له کوره خوځېږي او د مازدیګر څلور بجې د بوټو له وري سره بېرته راګرځي. ګلاحمد الماس پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو مخکې خبریالي کوله چې په وینا یې، له بېلابېلو رسنیو سره یې د محلي خبریال په توګه کار کړی او اوس یې دنده له لاسه وتلې ده. ګلاحمد الماس د هغو لسګونو خبریالانو له ډلې یو هغه دی چې د خبریالۍ کار یې له لاسه ورکړی او اوس د غور په قطس سیمه کې د ژمي لپاره بوټي راټولوي.
بېګاه ماښام د ننګرهار ولایت مرکز جلالاباد ښار اړوند په پنځمه حوزه کې ناپېژنده وسلهوالو د سید معروف سادات په نوم د یوه خبریال په ګډون درې کسان وژلي دي. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي چې په دغه پېښه کې دوه طالبان وژل شوي او د خبریال سیدمعروف سادات د زوی په ګډون دوه ملکیان ټپیان دي.
اسیا کې له خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په یوې خبرپاڼه کې د سلاموطندار راډیو پر خبریال او اډېټور محمدعلي احمدي وسلهوال برید افغانستان کې د اطلاع رسونې پر وړاندې ستر ګواښ بللی دی. اسیا کې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې همغږی کوونکی سټیوان بټلر له طالبانو غوښتي چې د یاد برید د څرنګوالي په اړه خپلې څېړنې پیل کړي.
په پنجشېر کې د طالبانو ضد د مقاومت جبهې ویاند او د افغانستان د خبریالانو د ټولنې رییس فهیم دشتي بېګاه شپه پر پنجشېر د طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.
طالبانو نن په هرات کې د سلاموطندار خبریال شکېب شمس او د هغه مېرمن ستوری کریمي چې د پژواک خبري اژانس خبریاله ده، نیولي او له څو دقیقو وروسته یې بېرته خوشې کړي دي. شکېب شمس وايي، طالبانو هغه مهال ونیول چې له خپلې مېرمنې سره یوځای د هرات «مالان پُل» سیمې ته چې د جګړې لومړۍ کرښه ده، د خبري پوښښ لپاره تللي وو.
هندوستان ټایمز ورځپاڼې تایید کړې چې د رویټرز خبري اژانس خبریال او انځور اخیستونکی دانش صدیقي د کندهار اړوند په سپین بولدک ولسوالي کې د جګړې پرمهال وژل شوي دي. د رویټرز خبري اژانس هم د دانش صدیقي د وژنې خبر تایید کړی دی. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې هم د نوموړي وژنه تایید کړې ده.
د ناپېژنده وسلهوالو له لوري د غور غږ راډیو د مسوول مدیر بسمالله عادل ایماق د کورنۍ درې غړیو وژل کېدو پراخ غبرګونونه را پارولي دي. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې او د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی د دې پېښې د څېړلو غوښتنه کړې ده.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د بسمالله عادل د کورنۍ پر غړیو د ناپېژنده وسلهوالو برید غندلی او له امنیتي ادارو یې غوښتي چې دا پېښه په بشپړه توګه وڅېړي، عاملان یې ونیسي او سزا ورکړي.
د کاپیسا د شخړو د حل امر له خپلو وسلهوالو کسانو سره په دغه ولایت کې یو خبریال او د هغه تصویراخیستونکی وهلی ډبولی دی.