د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خپره کړې اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ پرېکړې ته غبرګون ښودلی دی. د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو نقض په اړه د دوی اندېښنه له واقعیت څخه لرې او بېبنسټه ده.
اعلامیې زیاته کړې، اسلامي امارت یو ځل بیا د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو، ماشومانو او لږکیو د بشپړ حقونو د تامین او ملاتړ په برخه کې پر خپلو ژمنو ټینګار کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اسلامي امارت داسې مهال د افغان ښځو د حقونو نقض په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اندېښنه بېبنسټه بولي چې په وروستیو ورځو کې د ټټلوېزیونونو پر ښځینه ویاندویانو نوی محدودیت وضع کړ. اسلامي امارت د ټلوېزیونونو او نورو تصویري رسنیو ښځینه ویاندویانو ته امر کړی چې باید د خپرونو پر مهال ماسک وکاروي.
خو دیني علما وایي چې پر ښځینه ویاندویانو دغه محدودیت، اسلامي حجاب او شریعت سره هېڅ تړاو نه لري.