د نجونو لپاره د متوسطه ښوونځیو او لېسو د تړل پاتېدو په اړه د اسلامي امارت د پرېکړې په اړه د منفي غبرګونونو په دوام، د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ دغه پرېکړه له افغانانو او نړيوالې ټولنې سره خيانت بللى دى او ویلي چې دا افغانستان او نړېوالې ټولنې سره د شوي ژمنې خلاف وو.
ښاغلي وېسټ د ( چهارشنبې په ورځ د وري په درېمه نېټه) په خپل ټویټر کې لیکي چې د ملیونونو کورنیو سره یو ځای د اسلامي امارت په دې پرېکړې خپل ژور خفګان او خواشیني څرګندوي.
توماس وېسټ لیکلي: « ښوونه او روزنه د ټولو انسانانو اساسي حق دی او د افغانستان اقتصادي او ثبات ودې لپاره اړین دی. دا له افغانانو او نړېوالې ټولنې سره شویو ژمنو سره خیانت دی.»
افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، اسلامي امارت ژمنه کړې چې ټول افغانان د زدهکړې حق لري. هغه له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د هېواد د راتلونکي او نړیوالې ټولنې سره د اړیکو درلودلو لپاره باید د افغانستان د خلکو پر وړاندې خپلې ژمني عملي کړي. د نجونو ښوونځي تېر کال کله چې اسلامي امارت د زمري میاشتې په ۲۴ نېټه د افغانستان واک ترلاسه کړ وتړل شول. اسلامي امارت لومړی له لومړي څخه تر شپږم ټولګي پورې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو اجازه ورکړه او بیا یې ژمنه وکړه چې په نوي هجري لمریز کال کې به ټول ښوونځي بیا پرانیزي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې څو ورځې وړاندې د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې د ۱۴۰۱ لمریز کال د وري په میاشت کې به د هېواد د ټولو ښوونځیو دروازې د هلکانو او نجونو زده کوونکو پر مخ پرانستل شي.
د اسلامي امارت د پوهنې وزارت په اعلامیه کې راغلي چې که د ښوونځیو یونیفورم له شرعي، افغاني دود او کلتور سره سم جوړ شي، یاد شوي ښوونځي به د اسلامي امارت د مشرتابه له حکم سره سم پیل شي.
يادې پرېکړې په کور دننه او بهر کې ګڼ شمېر غبرګونونه را پارولي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولي يا یوناما په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د دې سازمان مشرې ډيبورا لاینز د نجونو د ښوونځیو د تړل پاتېدو په اړه د دې سازمان ژوره اندیښنه د اسلامي امارت مسوولانو ته رسولې ده.
لاینز د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ته ویلي چې د ښوونځيو نه پرانستلو پرېکړه به باور له منځه يوسي. نوموړې د اسلامي امارت پر رهبرۍ غږ وکړ چې ټولو نجونو او هلکانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ټینګار کړی چې ښوونه او روزنه د انسان اساسي حق دی. د هغې په وينا، د افغانستان له اقتصادي ناورین څخه د وتلو او د يوه پياوړي ټولنيز جوړښت د رامنځته کولو لپاره هم ښوونه او روزنه اړینه ده.
په همدې حال کې په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر یان مککري له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو لپاره د ښوونځیو تړل “ډېر ناهیلې کوونکې” بللې. هغه ویلي، د هغو راپورونو په اړه سخت اندیښمن دی چې اسلامي امارت له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته اجازه نه ورکوله چې ښوونځي ته ولاړې شي.
په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر ویلي چې د اسلامي امارت پرېکړه «ډېره مایوسه کوونکې او د دوی له ډېرو تضمینونو او څرګندونو سره په ټکر کې ده.» هغه ټینګار کړی چې « د افغانستان ټول ځوانان د زدهکړې وړتیا لري.» د بښنې نړیوال سازمان هم په دې برخه کې اندېښنه څرګنده کړې.
پخواني جمهوررییس حامد کرزي هم له شپږم ټولګلي پورته د نجونو زدهکوونکو پر مخ د ښوونځیو تړل کېدلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې. هغه پر اسلامي امارت حکومت غږ کړی چې اباد او پرمختللي افغانستان ته د رسېدو لپاره دې د نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې ژر تر ژره پرانستل شي.
ښاغلي کرزي زیاته کړې، اسلامي امارت باید د هغو پردیو طرحو مخه ونیسي چې له زدهکړې بېبرخې، اړ او ترلاس لاندې افغانستان غواړي. پخواني جمهورریس د نجونو ښوونځیو د ژر تر ژره خلاصېدو غوښتنه کړې.
د پخواني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې. هغه په یوه پیغام کې ویلي چې ښوونې او روزنې ته لاسرسي د هېوادوالو له اساسي اسلامي او مدني حقونو څخه دی.
ښاغلي عبدالله زیاته کړې چې د ښوونځیو دروازې باید د افغان نجونو او هلکانو پر مخ خلاصې شي څو خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي. هغه همداراز ویلي چې د ښوونيز کال په پيل کې د نجونو لپاره د ښوونځيو تړل د افغانانو د تمې خلاف دی.