د ایران ولسمشر ابراهیم رئسي ویلي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه باید د دغه هېواد له وګړو او سیاسي او قومي ډلو سره مرسته وکړي، ترڅو پراخبنسټه او ټولشموله حکومت رامنځ ته کړي.
د ایران ولسمشر د قطر امیر تمیم بنحمد الثاني سره ګډه خبري غونډه کې ټینګار کړی چې که افغانستان کې ټولشموله حکومت جوړ نهشي، دغه هېواد به بیا ځلې ناامنه شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
رئیسي دغه غونډه کې زیاته کړې چې د قطر امیر سره یې د سیمې مسایلو په ځانګړې توګه له تروریزم سره پر مبارزې، د افغانستان پر سیاسي وضعیت او د مخدره توکو پر قاچاق بحث او خبرې کړي دي. هغه ټینګار کړی چې له تروریزم سره مبارزه د تهران او دوحې له لومړیتوبونو څخه ده.
د ایران او ځینو نورو هېوادونو چارواکو تر دې وړاندې هم افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر رامنځ ته کولو ټینګار کړی وو. خو اسلامي امارت وايي اوسنی حکومت هم ټولګډونی دی او د ټولو قومونو استازي په کې شامل دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا داسې مهال دی چې د اسلامي امارت له واکمنېدو د شاوخوا شپږو میاشتو په تېرېدو، هېڅ کوم هېواد دغه حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. د ټولشموله او پراخبنسټه حکومت رامنځ ته کول او د بشري حقونو تامین د اسلامي امارت د حکومت په رسمیت پېژندو لپاره د نړیوالې ټولنې له اساسي شرطونو څخه شمېرل کیږي.