د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ضمني توګه خبرداری ورکړی هر هېواد چې اوکراین کې پوځي لاسوهنه وکړي، هغه به د اټومي برید اقدام وکړي. اوس پوښتنه دا ده چې لوېدیځ هېوادونه څومره باید دغه خبرداری جدي ونیسي؟ داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالتونو په شمول د ناټو اېتلاف ډاډ ورکوي چې هغوی به اوکراین کې نظامي ګډون ونه لري. دې سره یو شمېر شنونکي وايي، د پوتین څرګندونو ته نهباید د یوه تش ګواښ په نظر وکتل شي.
اوسلو پوهنتون کې د سیاسي علومو مرستیال او د اوسلو د اټومي وسلو پروژې غړی جیمز کامرون وايي، دا داسې څه نه دي چې هغه یوازې په ژبه ویلي، دی هڅه کوي چې ځان یو قاطع کس وښيي. هلته دلیل او منطق شتون لري. ولادیمیر پوتین چې د پنجشنبې په سهار پر اوکراین د برید اړه خبرې کولې، وې ویل چې روسیه به هر ډول بهرنۍ پوځي لاسوهنې ته قاطع ځواب ورکړي. هغه وویل: «هرڅوک چې زمونږ مخنیوی وکړي او هېواد او خلکو ته مو لا ډېر خطر متوجه کړي، باید پوه شي چې روسیه به چټک ځواب ورکړي او پایلې به یې دومره پراخې وي چې تاریخ کې به ورسره مخ شوي نه یاست.»
کله چې د روسیې بهرنیو چارو وزیر څخه د پوتین د دې وینا «پایلې به یې دومره پراخې وي چې تاریخ کې به ورسره مخ شوي نه یاست.» په اړه پوښتنه وشوه، ایا د هغه دا جمله اوکراین کې د اټومي برید کولو ګواښ دی؟ هغه په ځواب کې وویل یقیناً دغسې یو برداشت شوی دی. دې سره، د فرانسې بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د روسیې ولسمشر پوتین باید پوه شي چې ناټو هم اټومي وسلې لري: «هو، زما په نظر ولادیمیر پوتین باید پوه شي چې ناټو یو اټومي اتحاد دی.»
جیمز کامرون وايي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن او نورو لویدیځو مشرانو په ښکاره توګه ویلي چې اوکراین کې په واقعي توګه د پوځي لاسوهنې امکان شتون نه لري. خو زیاته کړې یې ده چې اټومي وسلو څخه د ګټې اخیستو په تړاو د پوتین ضمني ګواښ بېځایه/ لافې وهل نهدي؛ ځکه دا د هغه د تګلارې یوه برخه ده. د مثال په توګه، پوتین د اونۍ په پای کې پر اټومي تمرینونو څخه چې له غږ چټک سرعت لرونکي بالستیک توغندي او نورې اټومي وسلې په کې شاملیږي، نظارت درلود. ښاغلی کامرون زیاتوي چې ښايي پوتین د پوځي لاسوهنې په تړاو د ناټو د غړیو هېوادونو څرګندونو په اړه وېره لري او په دغسې وینا سره غواړي پر هغه څه چې اوکراین کې یې ترسره کوي، سیوری وکړي او دغه وېره له منځه یوسي.
اینسربورګ پوهنتون کې ـ چې د امریکا او روسیې پر اړیکو تمرکز لري ـ د نړیوالو اړیکو استاد ګرهارډ منګاټ وايي، دا لومړی ځل نه دی چې پوتین دغسې خبرداری ورکوي. هغه وايي چې ۲۰۱۴ کال کې د کریمیا ټاپووزمې د الحاق پرمهال هم د روسیې اټومي ځواک د چمتوالي په حال کې وو. ده وویل چې که لوېدیځ د پوځي لاسوهنې پرېکړه وکړي، اټومي وسلو څخه د روسیې ګټې اخیستو په تړاو واقعي خطر رامنځ ته کېدای شي. منګاټ وايي: «واقعي خطر شتون نهلري؛ ځکه لوېدیځ اجازه نه ورکوي چې داسې یو څه پېښ شي.»
د «بروکینګ» موسسې لوړپوړی شنونکی او د امریکا د دفاع ستراتيژۍ متخصص مایکل اوهانلو وايي چې د پوتین ګواښونه د هغه د لیدلوري، تګلارې او نړۍلید یوه برخه ده. هغه وویل چې پوتین اوکراین د روسیې د ګټو هسته بولي او په همدې دلیل یې د دغې جګړې لومړی ګام پورته کړی دی. دغهراز اټومي وسلو څخه د ګټې اخیستو ګواښ د تعجب وړ نهده. د هغه په وینا، لکه څنګه چې لوېدیځ له اوکراین څخه د دفاع او جګړې غوراوی په پام کې نهدی نیولی، نو د پوتین د ټومي وسلو ګواښونه دومره د اندېښنې وړ نهدي.
د منګاټ په وینا، د روسیې اټومي بټیو کې ۴۵۰۰ اټومي وسلې دي چې له ډلې یې ۱۵۵۰ په نقلیه وسایطو اېښودل شوي دي. «روسیه هرډول اټومي وسلې لري او د ګټې اخیستو لپاره یې هم مختلف وسایل لري. کولی شي هغه د کروز توغندیو، منځني واټن وېشتونکو بالستیک توغندیو او لرې واټن وېشتونکو بالستیک توغندیو په واسطه وکاروي. نو روسیه واقعآ هم کولی شي دغه جګړه په یوې بشپړې اټومي جګړې بدله کړي.
جیمز کامرون وايي، داسې حال کې چې په سختۍ سره ویلی شو چې روسیه په کومه کچه اټومي وسلې لري، خو مطمئناً چې شمېر یې د سړې جګړې په کچه نه دی. دې سره، دغه اټومي وسلې تر هغې زیاتې دي هر څومره ویجاړۍ چې وغواړي رامنځ ته کولای یې شي. هغه زیاتوي چې روسیه او امریکا په یوه اندازه اټومي وسلې لري چې کولی شي یو بل ته زیان ورسوي. خو روسیې په زیاته اندازه لنډ واټن وېشتونکې اټومي وسلې لري، چې کولای شي پرې اروپايي متحدان او امریکا له منځه یوسي. کامرون وايي: «ان که د دغو وسلو له یوې څخه یې استفاده وشي، د نړۍ بدلونکې پېښه به وي.»
د اوکراین په تړاو پر لوېدیځ اټومي برید ته د پوتین اشاره؛ ایا دا یو جدی ګواښ دی؟
لوګر کې د مخابراتو شبکو ۱۵ نوي سايټونه پرانېستل شوي
د قومونو د وېش پر وړاندې غبرګونونه؛ هېوادوالو ته کار او امنيت لومړيتوب لري
روزګان کې د «اوومان» بوټي قاچاق؛ جوړېدونکي یوه کیلو درمل یې ۳۳۸ ډالره پلورل کېږي
د اسلامي امارت دفاع وزارت د اتو قولاردو ګانو نومونه بدل کړل
هرات کې ښځو خپل لاسي صنایع او فرهنګي اثار نندارې ته کېښودل
کونړ کې د «کونړي پکولونو» تود بازار؛ خلک ورته د افغاني دود په سترګه ګوري
لغمان کې هغه چارواکي نیول شوي چې الینګار ولسوالي یې طالبانو ته پريښې
سیګار: روغتیايي مرکزونو ته د ښځو لاسرسی محدود شوی
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ضمني توګه خبرداری ورکړی هر هېواد چې اوکراین کې پوځي لاسوهنه وکړي، هغه به د اټومي برید اقدام وکړي. اوس پوښتنه دا ده چې لوېدیځ هېوادونه څومره باید دغه خبرداری جدي ونیسي؟ داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالتونو په شمول د ناټو اېتلاف ډاډ ورکوي چې هغوی به اوکراین کې نظامي ګډون ونه لري. دې سره یو شمېر شنونکي وايي، د پوتین څرګندونو ته نهباید د یوه تش ګواښ په نظر وکتل شي.
اوسلو پوهنتون کې د سیاسي علومو مرستیال او د اوسلو د اټومي وسلو پروژې غړی جیمز کامرون وايي، دا داسې څه نه دي چې هغه یوازې په ژبه ویلي، دی هڅه کوي چې ځان یو قاطع کس وښيي. هلته دلیل او منطق شتون لري. ولادیمیر پوتین چې د پنجشنبې په سهار پر اوکراین د برید اړه خبرې کولې، وې ویل چې روسیه به هر ډول بهرنۍ پوځي لاسوهنې ته قاطع ځواب ورکړي. هغه وویل: «هرڅوک چې زمونږ مخنیوی وکړي او هېواد او خلکو ته مو لا ډېر خطر متوجه کړي، باید پوه شي چې روسیه به چټک ځواب ورکړي او پایلې به یې دومره پراخې وي چې تاریخ کې به ورسره مخ شوي نه یاست.»
کله چې د روسیې بهرنیو چارو وزیر څخه د پوتین د دې وینا «پایلې به یې دومره پراخې وي چې تاریخ کې به ورسره مخ شوي نه یاست.» په اړه پوښتنه وشوه، ایا د هغه دا جمله اوکراین کې د اټومي برید کولو ګواښ دی؟ هغه په ځواب کې وویل یقیناً دغسې یو برداشت شوی دی. دې سره، د فرانسې بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د روسیې ولسمشر پوتین باید پوه شي چې ناټو هم اټومي وسلې لري: «هو، زما په نظر ولادیمیر پوتین باید پوه شي چې ناټو یو اټومي اتحاد دی.»
جیمز کامرون وايي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن او نورو لویدیځو مشرانو په ښکاره توګه ویلي چې اوکراین کې په واقعي توګه د پوځي لاسوهنې امکان شتون نه لري. خو زیاته کړې یې ده چې اټومي وسلو څخه د ګټې اخیستو په تړاو د پوتین ضمني ګواښ بېځایه/ لافې وهل نهدي؛ ځکه دا د هغه د تګلارې یوه برخه ده. د مثال په توګه، پوتین د اونۍ په پای کې پر اټومي تمرینونو څخه چې له غږ چټک سرعت لرونکي بالستیک توغندي او نورې اټومي وسلې په کې شاملیږي، نظارت درلود. ښاغلی کامرون زیاتوي چې ښايي پوتین د پوځي لاسوهنې په تړاو د ناټو د غړیو هېوادونو څرګندونو په اړه وېره لري او په دغسې وینا سره غواړي پر هغه څه چې اوکراین کې یې ترسره کوي، سیوری وکړي او دغه وېره له منځه یوسي.
اینسربورګ پوهنتون کې ـ چې د امریکا او روسیې پر اړیکو تمرکز لري ـ د نړیوالو اړیکو استاد ګرهارډ منګاټ وايي، دا لومړی ځل نه دی چې پوتین دغسې خبرداری ورکوي. هغه وايي چې ۲۰۱۴ کال کې د کریمیا ټاپووزمې د الحاق پرمهال هم د روسیې اټومي ځواک د چمتوالي په حال کې وو. ده وویل چې که لوېدیځ د پوځي لاسوهنې پرېکړه وکړي، اټومي وسلو څخه د روسیې ګټې اخیستو په تړاو واقعي خطر رامنځ ته کېدای شي. منګاټ وايي: «واقعي خطر شتون نهلري؛ ځکه لوېدیځ اجازه نه ورکوي چې داسې یو څه پېښ شي.»
د «بروکینګ» موسسې لوړپوړی شنونکی او د امریکا د دفاع ستراتيژۍ متخصص مایکل اوهانلو وايي چې د پوتین ګواښونه د هغه د لیدلوري، تګلارې او نړۍلید یوه برخه ده. هغه وویل چې پوتین اوکراین د روسیې د ګټو هسته بولي او په همدې دلیل یې د دغې جګړې لومړی ګام پورته کړی دی. دغهراز اټومي وسلو څخه د ګټې اخیستو ګواښ د تعجب وړ نهده. د هغه په وینا، لکه څنګه چې لوېدیځ له اوکراین څخه د دفاع او جګړې غوراوی په پام کې نهدی نیولی، نو د پوتین د ټومي وسلو ګواښونه دومره د اندېښنې وړ نهدي.
د منګاټ په وینا، د روسیې اټومي بټیو کې ۴۵۰۰ اټومي وسلې دي چې له ډلې یې ۱۵۵۰ په نقلیه وسایطو اېښودل شوي دي. «روسیه هرډول اټومي وسلې لري او د ګټې اخیستو لپاره یې هم مختلف وسایل لري. کولی شي هغه د کروز توغندیو، منځني واټن وېشتونکو بالستیک توغندیو او لرې واټن وېشتونکو بالستیک توغندیو په واسطه وکاروي. نو روسیه واقعآ هم کولی شي دغه جګړه په یوې بشپړې اټومي جګړې بدله کړي.
جیمز کامرون وايي، داسې حال کې چې په سختۍ سره ویلی شو چې روسیه په کومه کچه اټومي وسلې لري، خو مطمئناً چې شمېر یې د سړې جګړې په کچه نه دی. دې سره، دغه اټومي وسلې تر هغې زیاتې دي هر څومره ویجاړۍ چې وغواړي رامنځ ته کولای یې شي. هغه زیاتوي چې روسیه او امریکا په یوه اندازه اټومي وسلې لري چې کولی شي یو بل ته زیان ورسوي. خو روسیې په زیاته اندازه لنډ واټن وېشتونکې اټومي وسلې لري، چې کولای شي پرې اروپايي متحدان او امریکا له منځه یوسي. کامرون وايي: «ان که د دغو وسلو له یوې څخه یې استفاده وشي، د نړۍ بدلونکې پېښه به وي.»
پدې خبر پورې اړوند:
— ناټو: روسیه دې پر اوکراین پوځي یرغل پای ته ورسوي
— د اوکراین بهرنیو چارو وزیر: روسیې پر اوکراین بریدونه پیل کړي
— د اوکراين پر سر د ناټو او مسکو ناندرۍ؛ ميدان به څوک وګټي؟
کلیدواژهها: اټومي وسلې // روسیه // پوتین // اوکراین // جدي ګواښ
تحلیل و گزارش
زغم؛ د ژوند سختیو پرمهال د ځوانانو د مبارزې وسله
د پېژندپاڼو نهلرونکو ۲۰ مېرمنو سره د سلاموطندار مرکې!
روزګان کې د راستنو شویو ښارګوټي لپاره پروژې پيل شوې
جاپان کې د افغانستان سفارت فعالیت وځنډول شو
افغان ښځې: د رحم خولې سرطان په اړه پوهاوی نهلرو
د یوې کونړۍ مېرمنې هڅې؛ له کورني اچار جوړولو تر اقتصادي ځانبسیاينې
بلوڅ ازادۍ غوښتونکو پاکستان کې په بېلابېلو ښارونو بریدونه کړي
نورمحمد ثاقب: راتلونکی کال د یو حاجي د حج لګښت ۱۵۶۹۰ افغانۍ کم شوی
کندهار کې د کور چت نړېدو پېښه کې ۴ کسانو ژوند بایللی
امریکا په سعودي د ۹ میلیارد ډالرو په ارزښت پټریوټ توغندي پلوري
ډونالډ ټرمپ: غواړم له ایران سره خبرې وکړم
د افغانستان د وضعیت په اړه د هند او روسیې اندېښنې
د روسیې او اوکراین دویم پړاو خبرې نن ترسره کیږي
اوکراین افغانستان سره د ۱۶زره ټُنه غنمو مرسته وکړه
فنلنډ ته د روسیې خبرداری؛ ناټو سره یوځای کېدل «تېروتنه» ده
خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:
فیسبوک
توییتر
تلگرام