سره له دې چې د اسلامي شریعت او افغانستان کې نافذ قوانین د پلار له مړینې وروسته د ماشومانو د سرپرستۍ حق مور ته ورکوي، خو یو شمېر کونډې ښځې له سلاموطندار سره خبرو کې وایي چې د مېړه د کورنۍ له لوري له دې حقه محرومې شوي.
په دغه راپور کې ګډون کوونکې ښځې نه یوازې د خپل مېړه له لاسه ورکولو درد سره مخ دي، بلکې د خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره هم د مېړه د کورنۍ له فشارونو سره مخ کېږي او په ډېرو مواردو کې د مېړه له مړینې سره هممهاله، د کورنیو دودونو له مخې له خپلو ماشومانو هم بېلېږي.
۲۸ کلنه فرخنده چې د خپل درې کلن ماشوم سرپرستي یې یوازې له دې امله له لاسه ورکړې چې د خپل مېړه له ورور سره یې واده نهدی منلی، وایي:
«د مېړه له مړینې وروسته، د هغه کورنۍ له ما وغوښتل چې د مېړه له ورور سره واده وکړم، حال داچې هغه خپله ښځه او اولادونه درلودل. ما دا وړاندیز ونه مانه. د همدې فشارونو او ستونزو له امله، اړ شوم چې له خپل درې کلن زوی سره د پلار کور ته لاړه شم، خو د مېړه کورنۍ زما ماشوم را څخه جلا کړ. ما ډېرې هڅې وکړې چې بېرته د خپل ماشوم سرپرستي ترلاسه کړم، خو بریالۍ نه شوم.»
اخوا، د دایکندي ولایت ۲۲ کلن ظریفه هم وایي چې د مېړه له مړینې وروسته د هغه کورنۍ د دې ماشومان ترې اخیستي دي.
هغې وویل: «د مېړه له مړینې وروسته مې ماشومان رانه واخیستل شول. هغوی وویل چې ماشومان باید د پلار په کور کې لوی شي او ویل یې چې زه ځوانه یم او کېدی شي بیا واده وکړم، نو غوره ده چې ماشومان له دوی سره پاتې شي. ماشومان یې رانه واخیستل او زه هیڅ کار نه شم کولی، ځکه یوازې ښځه یم.»
۳۵ کلنه سویتا د څلورو ماشومانو مور ده او د مېړه له مړینې وروسته یوازې د محکمې له لارې وتوانېده چې خپل یو ماشوم وساتي، په داسې حال کې چې د هغې درې نور ماشومان بلوغ ته تر رسېدو پورې د مېړه کورنۍ ته سپارل شوي.
هغې وویل: «هو، ما له خپل ورور سره محکمې ته مراجعه وکړه او دومره مې وکولی شول چې یو ماشوم تر اووه کلنۍ وساتم. درې نور ماشومان مې تر بلوغ پورې باید خپله پریکړه وکړي چې له ما سره پاتې کېږي که له خپل نیکه او نیا سره. تر هغه وخته زه باید انتظار وباسم.»
خو حقوقدانان وایي چې د شریعت او قوانینو له مخې، مور قانوني حق لري چې د خپل ماشوم سرپرستي تر لاسه کړي او که دا حق ترې واخیستل شي، کولی شي قضایي مراجعو ته مراجعه وکړي.
حقوقپوه مدثر ممتاز وایي:
بل حقوقپوه پرویز خلیلي وايي چې د شریعت او قانون له مخې، د ماشوم سرپرستي د مور په غاړه ده، او که دا حق ترې واخیستل شي، مور کولی شي محکمې ته مراجعه وکړي.
هغه وویل: «شریعت او قانون مور ته اجازه ورکوي چې په رسمي توګه د ماشوم سرپرستي وکړي. که پلار وفات شي او ماشوم له مور څخه واخیستل شي، د مور قانوني او شرعي حقونه تر پښو لاندې کېږي. مور حق لري چې محکمې ته مراجعه وکړي.»
یو شمېر دیني عالمان هم وایي چې په اسلامي شریعت کې مور د سرپرستۍ په برخه کې لومړیتوب لري، او که مور شتون ونلري، دا مسؤلیت نورو نږدې خپلوانو ته سپارل کېږي.
دیني عالم عبدالاحد عتید وایي: «د پلار له مړینې وروسته، د ماشوم حضانت یا سرپرستي مور پورې اړه لري او د لومړیتوب حق مور ته ورکول شوی. که مور شتون ونلري، لومړی د مور مور، او که هغه هم شتون ونهلري، د پلار مور په غاړه ده. د مور حق حضانت په دوو حالتونو کې له منځه ځي: که هغه بیا واده وکړي یا که د هغې وړتیا ثابته شي چې د اخلاقي او شرعي اصولو له مخې د ماشوم روزنه نشي کولی.»
موږ هڅه وکړه چې د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت د هغو پروګرامونو په اړه د نظر غوښتنه وکړو چې د کونډو ښځو د حضانت حق په اړه د کورنیو د پوهاوي لپاره جوړ شوي، خو له ډېرو هڅو سره سره مو ځواب ترلاسه نه کړ.
افغانستان کې د شریعت او قانون له مخې، د ماشومانو حضانت په لومړیو کلونو کې مور ته ورکول کېږي، خو د مېړه د کورنۍ فشار، دودیز باورونه او ټولنیز محدودیتونه د ډېرو کونډو ښځو لپاره دا قانوني حق ستونزمن کړی دی.