پاکستان کې یوشمېر مېشت افغان ځوانان وايي چې د دغه هېواد د حکومت له لوري له نیونو او په زور افغانستان ته د ستنولو بهیر سره مخ دي چې په وینا یې، دې چارې یې، ژوند له کړاوونو سره مخ کړی دی.
سلاموطندار په دې راپور کې له شلو افغان ځوانانو سره مرکې کړي چې دا مهال پاکستان کې له خپلو کورنیو سره مېشت دي او لس یې، تازه له دغه هېواد، راستانه شوي دي. دوی وايي، پاکستان کې د نیولو، ویزې نه تمدید، لومړنیو خدمتونو ته د نه لاسرسي او نورو ستونزو سره مخ دي. د دوی په وینا، هېواد ته د ستنېدو سره هم له وزګارتیا سره مخ کېږي.
په دې راپور کې مرکه شوي ټول ځوانان اروپايي او امریکايي هېوادونو ته د پناه غوښتنې کیسونه لري. دوی وايي، پاکستان کې افغانانو ته د ویزې د تمدید ځنډېدو وروسته له د نیولو او ستنولو له وېرې سره مخ دي.
دوی وایي چې د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته د دوی پر ژوند فشارونه ډېر شوي او ان لومړنیو اسانتیاوو ته یې لاسرسی له ستونزو سره مخ شوی دی.
۳۳کلن ارش او ۲۷کلنه عالیه چې له خپلو کورنیو سره له دوو کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي او د کډوالۍ دوسیې یې د ځینو سفارتونو له لوري تر ارزونې لاندې دي، وایي چې د وخت په تېرېدو سره په دغه هېواد کې د افغان کډوالو ژوند لاسخت شوی دی.
ارش وایي: «هره ورځ لسګونه افغانان له پاکستانه په بېلابېلو لارو ایستل کېږي. موږ هڅه کوو چې ځان د پاکستاني پولیسو له سترګو پټ وساتو، له کوره لږ ووځو او په هغو سیمو کې کور ونیسو چې د پولیسو تګراتګ پکې کم وي. وزګارتیا د اسانتیاوو نشتوالی او د کار فرصتونو کموالی هغه ستونزې دي چې ورسره مخ یو.»
عالیه هم وایي چې دوی یوازې د کډوالۍ د دوسیو د تعقیب لپاره پاکستان ته تللي، خو بیا هم هره ورځ د ایستلو له ګواښ سره مخ دي. هغې وویل: «موږ دې خلکو ته هېڅ زیان نهدی رسولی، خو هره ورځ د اخراج له فشار سره مخ یو. ان د کوچنیو اړتیاوو لپاره هم له کوره نشو وتلی او ډاکټر ته هم نشو تللی. د اخراج وېره هره شېبه ما ځوروي.»
د دغو کډوالو په وینا، د نیولکېدو او جبري ایستلو له وېرې سربېره، په وروستیو میاشتو کې له سختو اقتصادي فشارونو، د ویزو نهتمدید، بېسرپناهۍ او روغتیايي خدماتو ته له محدود لاسرسي سره هم مخ شوي دي.
علیزا چې له درېیو کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ سره په پاکستان کې ژوند کوي، وایي: «له ډېرو ستونزو سره مخ یو؛ ویزه نه لرو، مالي ستونزې شته او کار هم نه پیدا کېږي. ډېری کسان بېکاره دي. سربېره پر دې، ویل کېږي چې حکومت د پاکستان کور مالکانو ته ویلي افغانانو ته دې کور نه ورکوي.»
۲۶کلنه جمیله چې له درېیوو کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ سره په پاکستان کې ژوند کوي، وایي د اخراج له وېرې ان خوب هم نشي کولی. هغې وویل: «له ډیپورټکېدو، خراب اقتصادي وضعیت او وزګارتیا څخه دومره وېرېږم چې ان خوب هم نه راځي. موږ ته خبرداری راکړل شوی چې ځانونه پټ وساتو، که نه نو له موږ سره هېڅ مرسته نشي کېدای. د پناه غوښتونکو لپاره وضعیت ډېر سخت شوی دی.»
د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳کال راهیسې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې او په ۲۰۲۵کال کې دا بهیر لا پراخ شوی دی. د ملګروملتونو د شمېرو پر بنسټ، یوازې په ۲۰۲۵کال کې له ۸۷۰زرو څخه ډېر افغانان چې د تابعیت کارتونه یې لرل یا بې اسناده وو، بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره دا لړۍ لا چټکه شوې ده. پاکستاني رسنیو هم راپور ورکړی چې یوازې د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ په خیبرپښتونخوا ایالت کې سلګونه افغانان نیول شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي.
۲۸کلن نویدالله وایي چې په وروستیو ورځو کې پر افغانانو فشارونه زیات شوي دي. هغه وايي: «وضعیت ډېر خراب او جدي شوی دی. په تېرو څو ورځو کې فشارونه ډېر زیات شوي دي. په ډېرو سیمو کې عملیات روان دي او هر ځای چې افغانان وویني، نیسي یې.»
په دې راپور کې له هغو لسو ځوانانو سره هم خبرې شوې چې تازه له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي. هغوی وایي چې د ایستلو پرمهال د پاکستان د پولیسو له ناسم چلند سره مخ شوي او له هېڅ ډول اسانتیاوو پرته بېرته هېواد ته لېږل شوي دي. د دوی په وینا، اوس له راستنېدو وروسته د سختو اقتصادي ستونزو، د سرپناه نشتوالي، وزګارتیا او د لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي.
۳۴کلن سیفالرحمن د پنجشېر اوسېدونکی او ۳۵کلن عتیقالله د لوګر اوسېدونکی چې تازه له خپلو کورنیو سره په جبري ډول له پاکستانه ایستل شوي، وایي: «د پاکستان امنیتي ځواکونو له موږ سره ډېر بد چلند وکړ، سپکاوی یې راته وکړ او ان اجازه یې رانهکړه چې خپل دوشکې او کمپلې له ځان سره یوسو. د شپې ناوخته یې له کوره وایستلو. اوس لږې مرستې کېږي خو د اوسېدو ځای او کار نهلرو.»
عتیقالله هم وایي: «موږ تازه له پاکستانه راستانه شوي یو او له موږ سره ډېر نور کډوال هم افغانستان ته ایستل شوي دي. دلته حکومت له موږ سره مرسته کړې، خو دا مرستې بسنه نه کوي. موږ دوامدارو مرستو ته اړتیا لرو، باید موږ ته د اوسېدو ځای او د کار زمینه برابره شي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا راستانه شوي افغان کډوال وایي، که څه هم د اسلامي امارت لهخوا ورته ځینې مرستې ورکړل شوي، خو په وینا یې، دا مرستې بسنه نه کوي او دوی د نړیوالو بنسټونو له جدي پاملرنې او بېړنیو اقدامونو غوښتنه کوي.
۲۸کلنه نوریه چې د بدخشان اوسېدونکې ده، او درې میاشتې مخکې له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه ایستل شوې، وایي: «موږ هیڅ ته لاسرسی نهلرو، نه روغتیایي خدماتو ته، نه هم د ژوند ښه وضعیت لرو. اقتصادي او رواني وضعیت مو خراب دی. غوښتنه مو دا ده چې حکومت د مهاجرینو ملاتړ وکړي او هغوی ومني.»
د کډوالو چارو یوشمېر کارپوهان وایي چې حکومت کولی شي د مناسبې پالیسي په جوړولو سره د دې ستونزې د پراختیا مخه ونیسي.
د کډوالو چارو کارپوه عبدالحمید جلیلي وایي: «کله چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زیات شي، مهاجرین د فشار او امتیاز اخیستنې لپاره هدف ګرځي. په دې برخه کې د نړیوالو سازمانونو مسؤلیت ډېر دی، هغوی باید له پاکستان سره خبرې وکړي او د مهاجرینو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.»
بل کارپوه عبدالباسط انصاري وايي: «لومړی باید حکومت د غیرقانوني مهاجرت مخه ونیسي، د خلکو پوهاوی لوړ کړي او د کار فرصتونه برابر کړي. که په جدي ډول د داخلي کاري فرصتونو زمینه برابره شي او نړیوال سازمانونه په همکارۍ ګټور ګامونه پورته کړي، ستونزې کمېدای شي.»
په ورته وخت کې، د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېساري دفتر (UNHCR) وايي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو دوو میاشتو کې له پاکستانه شاوخوا ۵۹زره افغانان راستنه شوي دي.
پاکستان کې د UNHCRدفتر د مطبوعاتو مسوول قیصرخان افریدی وايي: «تر ۲۸ فبروري پورې شاوخوا ۵۹۹۵۴ کسان راستنه شوي چې له دې ډلې ۱۳۲۱۵ کسان جبري ایستل شوي دي. د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د روانو نښتو په نظر کې نیولو سره، موږ د افغانانو د نیولو او توقیف زیاتوالی ګورو. UNHCR له پاکستان څخه غواړي چې هغو افغانانو ته چې د نړیوالې ساتنې اړتیا لري د جبري بیرته لېږد مخه ونیسي او هغو ته قانوني اقامت اجازه ورکړي چې د صحي اړتیاوو، لوړو زدهکړو یا ګډو وادونو په حال کې دي.»
افغانستان کې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېساري دفتر (UNHCR) مطبوعاتي مسوول فرامرز برزین وایي چې د ۲۰۲۶کال له جنورۍ څخه تر فبرورۍ پای پورې له ایران او پاکستان څخه شاوخوا ۲۶۹زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.
هغه وویل چې UNHCR په سرحدي سیمو کې د هرې کورنۍ د غړو پربنسټ نقدي مرستې برابروي او د ټولنیز بیا ادغام پروګرامونو له لارې د راستنېدونکو لپاره دایمي سرپناه، د کوچنیو سوداګریو جوړولو او مسلکي او فني مهارتونو په روزنه کې ملاتړ برابروي.
په ورته مهال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وایي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي شخړو وروسته له ۵۹۰ ډېرې کورنۍ په جبري توګه افغانستان ته راستنې شوې او حکومت ورته لومړني خدمتونه وړاندې کړي دي. د وزارت ویاند عبدالملک حقاني «سلاموطندار» ته وویل: «د عملیاتو وروسته د تورخم لاره وتړل شوه او د سپین بولدک له لارې په تېرو ۱۱ ورځو کې ۵۹۴ کورنیو چې ټول شمیر یې ۳۲۹۱ تنه دی، هېواد ته راستنه شوي. حکومت ورته ثبت، نقدي مرستې، لومړني روغتیایي خدمتونه برابر کړي او وروسته یې د ترانسپورت زمینه برابره کړې، څو په عزت سره خپلو سیمو ته ولاړ شي.»
سره له دې، هڅې مو وکړې چې د افغان کډوالو د وضعیت د ښه کولو او د پراخ اخراج د مخنیوي په اړه د بهرنیو چارو وزارت نظر او دیپلوماتیک اقداماتو په تړاو هم معلومات ترلاسه کړو، خو د بیا بیا اړیکو سره سره بریالي نشو.
د ملګروملتونو د راپورونو له مخې، له ۲۰۲۳کال راهیسې تراوسه شاوخوا ۵ میلیونه افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي دي. دا وضعیت نه یوازې د بشري بحران او اقتصادي ناپایداریو زیاتوالي سبب شوی، بلکې د کورونو کرايه او بیې یې هم لوړې کړې او ډېرې اړمنې کورنۍ یې د سرپناه له نشتوالي سره مخ کړي دي.


