سویل ختیځو ولایتونو کې د جلغوزيو يوشمېر سوداګر سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، له چين سره د جلغوزيو صادراتو لپاره انحصاري تړون له زيان سره مخ کړي.

دوی وویل، تېر ۱۴۰۳ کال خوست، پکتیا او پکتیکا ولايتونو کې د جلغوزیو حاصلات ۳۵۰۰ ټنو ته رسېدلي، خو چینايي سوداګرو تراوسه ۲زره ټنه لېږدولي او شاوخوا ۱۵۰۰ ټنه یې پاتې دي.

خوست کې د جلغوزيو اتحاديې مرستيال سیال خان وويل، که چینايي سوداګر پاتې جلغوزې انتقال نه‌کړي، د هوا په ګرمېدو سره به یې زياته برخه خرابې شي.

د هغه په وینا، چينايي سوداګر يوازې د خپلې خوښې جلغوزې انتقالوي چې له امله يې د پاتې جلغوزيو قيمتونه لويږي او افغان سوداګرو زیان اوړي.

دی وايي: «نیم په نیمه تاوان ورته کوي، بله لار یې نه شته موږ باید د اروپا، متحده عربي امارتو او سعودي بدیله لار ولرو، دا لارې نه شته او که موږ ته حکومت دا لارې پیدا نه‌کړي دا مالونه په خپل سر هم نه ځي او ګټه نه‌کوي. شاوخوا ۲۰۰۰ ټنه صادارت شوي او نور تراوسه پاتې دي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


سویل ختیځ زون کې د جلغوزیو دوو سوداګرو فریدالله او نجات‌الله وويل، که حکومت له نورو هېوادونو سره سوداګریزې لارې پرانیزي، دا به د جلغوزیو د قيمتونو او صادراتو په برخه کې ګټور تمام شي او هم به د حکومت سوداګریزې اړيکې پراختیا پيدا کړي.

دوی زياتوي چې: «دلته مالونه د چين سوداګرو په لاس کې وو، که چېرې بل هېواد ته قراردادونه شوي وای، بیا دوی هم غوښتل چې دا اندازه زیاته شي. داسې لوبې چینایانو پر موږ نه کولې، لکه اوس یې چې کوي. ښې جلغوزې چين ته ځي، دا وړ مال چې پاتې کيږي، له هغه کابل کې مغز جوړيږي. د هغو لېږد لپاره بايد موږ له ډېرو هيوادونو سره لارې ولرو.»

«يوازې چين ته ځي، د جلغوزيو تجارت خو ډېر لوی کاروبار دی، خو دې سوداګرۍ کې سږ کال خلک ډېر بند راغلل.»

ورته مهال د خوست ولايت مقام وياند مستغفر ګربز بيا ډاډ څرګندوي چې د جلغوزيو په ګډون به ټولو سوداګرو ته اسانتياوې رامنځته کوي او له نورو هيوادونو سره به د صادراتو لپاره زمينه برابره شي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «هو بلکل په دې برخه کې د خوست ولايت مقام رهبري د صنعت او تجارت په چوکاټ کې خپلې هڅې روانې کړي، څو د جلغوزيو او نور سوداګر خپل توکي چين او نورو هيوادونو ته واستوي او سوداګري يې وده وکړي.»

د یادونې ده چې د پکتیا او پکتیکا ولایتونو جلغوزې هم د پروسس لپاره خوست ته لېږدول کیږي او بیا له هغه ځایه بهر ته صادریږي.

د افغانستان جلغوزې په نړیواله کچه لوړه تقاضا لري، خو غوښتنې دا دي چې د صادراتو لپاره یې نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي په برخه کې شته خنډونه هوار شي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام