د غزني د امنیه قومانداني مسوولان وایي، په دغه ولایت کې د اخلاقي فساد په تور د ښځو او نارینهوو په ګډون یې ۱۳ کسان نیولي دي.
د غزني د پولیسو ویاند سیداسحاق صالح سلاموطندار ته وویل، د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو د غزني ښار د “پل حیدراباد” په سیمه کې د فحشا له یوه مرکز څخه ۱۳ کسان نیولي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وينا، په نيول شويو کې اته کسه نارينه او پنځه ښځې دي چې پر خپلو جرمونو يې اعتراف کړی دی. سیداسحاق صالح زیاتوي چې د نیول شویو کسانو دوسیې عدلي او قضايي بنسټونو ته استول شوي دي.
د يادونې وړ ده چې په غزني ښار کې د اخلاقي فسادو په تور د دومره شمېر نارينه او ښځو نيول په دې وروستيو کلونو کې کمسارې دي.
په همدې حال کې د غزني د امنیه قومانداني له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیر قاري مصعب د دغه ولایت له اوسېدوونکو څخه غواړي چې د مفسدینو او مجرمینو د پیژندلو او نیولو په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.