ټرافیکي پېښې د غور ولایت په پسابند ولسوالي کې یو کس مړ کړی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند عبدالرحمن بدري سلاموطندار ته ویلي چې پېښه د پسابند ولسوالي اړوند سیمه کې د یوه موټرسایکل د چپهکېدو له امله رامنځته شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بدري په وینا، پېښه کې د پسابند ولسوالي د «ارمنګان» کلي اوسېدونکی خیرالله نومي خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور کسان ټپیان شوي دي. یادې پېښې ټپیان د پسابند ولسوالي روغتیايي مرکز ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوي چې پرمهال ځینې کسان مړه او ټپیان شوي هم دي.