د ترکیې اناتولي خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د نیو ځیلانډ دولت نن اعلان کړی چې له افغانستان سره د بشرپالنې او په دغه هېواد کې د زیانمنو افغانانو د ملاتړ په موخه ۳میلیونه ډالره مرسته کوي.
د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې، د نوي ځيلانډ د بهرنیو چارو وزیرې نانایا ماهوتا په یوې ویناپاڼه کې ویلي چې دغه مرسته به په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې او په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو استازولۍ ته ورکړل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوي ځيلانډ د بهرنیو چارو وزېرې زیاته کړه: «افغانستان کې وضعیت ترینګلی دی، میلیونونه کسان مرستو ته اړتیا لري او په سلګونه زره کسان د وروستیو جګړو له امله بېځایه شوي چې ۸۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.»
نوموړې همداراز وویل: « د سره صلیب کمېټه اوس مهال په افغانستان کې د ملکیانو پر خوندیتوب او د اړینو خدمتونو د وړاندې لکه د بېړنیو روغتیایي خدمتونه، اوبه او پر روغتیا تمرکز لري.»
افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي د داخلي بېځایه شویو د ملاتړ لپاره په پراخه توګه مرستې کوي او همداراز په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو ملاتړ ته هم ور دانګي.
په ورته مهال د نوي ځيلانډ د بهرنیو چارو وزېرې ویلي: «اړینه ده چې د بشرپالنې بنسټونو ته اجازه ورکړل چې زیانمنو کسانو سره مرسته وکړي.» هغه له ټولو ښکېلو اړخونو غواړي چې د بشرپالنې نړیوالو قوانین مراعات کړي، د ملکیانو او مرستندویه بنسټونو کارکوونکو ژوند خوندي او له ازادۍ ملاتړ وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د زمري په ۲۴مه د پلازمېنې کابل په نیولو سره پر ټول افغانستان ولکه خپله کړه او ولسمشر محمداشرف غني او نور لوړپوړي حکومتي چارواکي اړ شول چې هېواد پرېږدي.