افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د اسلامي امارت له خوا د رسنیو د خبري غونډې له ترسره کولو څخه مخنیوي ته غبرګون څرګند کړی او هغه یې د بیان ازادۍ محدودیت بللی دی. یوناما نن پر فېسبوک پاڼه له اسلامي امارت څخه غوښتي چې هڅه دې نهکوي هغه کسان چې فکر کوي بېل لیدلوری لري، محدود کړي.
یوناما همدارنګه له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې د افغانانو ترمنځ خبرو څخه ملاتړ وکړي. دا داسې مهال دی، چې ټاکل شوې وه تېره ورځ د افغانستان ژورنالیستانو او د رسنیزو بنسټونو فدراسیون له خوا هېواد کې د خبریالانو او د رسنیو وضعیت څېړلو په اړه خبري غونډه ترسره شي، خو د دغه فدراسیون غړو ویلي د دې غونډې د ترسره کولو اجازه نهده ورکړل شوې او د اسلامي امارت مسوولانو دغه ناسته لغوه کړې ده.
د دغه فدراسیون د مشرتابه غړي سید علياصغر اکبرزاده تېره ورځ ویلي: «ټاکل شوې وه نن د افغانستان د ژورنالیستانو او د رسنیزو بنسټونو فدراسیون کنفرانس ترسره شي او ټولې کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ یې د خبري پوښښ لپاره هم راغلې وې، خو متاسفانه د اسلامي امارت مسوولانو له خوا دغه کنفرانس لغوه شو او د ترسره کولو اجازه یې ور نهکړه.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان هم د اسلامي امارت دغه اقدام د ازاده رسنیو ځپل او پر ورځپاڼه لیکونکو ښکاره برید بللی. د بخښنې نړیوال سازمان نن پنجشنبه پر ټویټرپاڼه لیکلي، رسنۍ نړیوالو ته د افغانستان د وضعیت په اړه اطلاع رسونه کې مهم رول لري. دغه بنسټ ټینګار کړی چې افغانستان کې د رسنیو کارکونکي باید ازاده کار وکړي او ورڅخه ساتنه وشي.
د بیان ازادۍ کور هم نن یوه اعلامیه کې د اسلامي امارت له خوا د افغانستان د ژرونالیستانو او د رسنیزو بنسټونو د فدراسیون خبري غونډې لغوه کول، د بیان ازادۍ پر حریم ښکاره یرغل بولي او له اسلامي امارت څخه غواړي چې تر دې زیات د غږ ازادي تر پښو لاندې نهکړي. د بیان ازادۍ کور زیاته کړې چې د اسلامي امارت دغه کار د اسلو وروستۍ غونډه کې د اسلامي امارت د مشرانو له کړیو ژمنو سره په ټکر کې دی.
دغه بنسټ له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د بیان ازادۍ چې د افغانانو ګډه لاسته راوړنه ده تر دې زیات تر پښو لاندې نهکړي او د وحشت فضا له رامنځ ته کولو ډډه وکړي. د بیان ازادۍ کور له نړیوالې ټولنې، کابل کې د اروپايي ټولنې له استازو او افغانستان کې د ملګروملتونو له سیاسي استازولۍ یا یوناما څخه غوښتي چې له ډیپلوماټیکو لارو په ګټې اخیستو د خلکو د غږ ډپ کولو مخه ونیسي.
د اسلامي امارت چارواکو تراوسه د افغانستان د ژورنالیستانو او د رسنیزو بنسټونو د فدراسیون د تېرې ورځې د خبري غونډې لغوه کېدو په اړه څه نهدي ویلي.
د افغانستان د ژورنالیستانو او د رسنیزو بنسټونو فدراسیون د رسنیو له ۱۶ بنسټونو څخه جوړ دی، چې له تېرې یوې لسیزې راهیسې فعالیت کوي. ټاکل شوې وه د تېرې ورځې غونډه د دغه فدراسیون د ۱۱ غړیو بنسټونو په حضور ترسره شي.
د دغه فدراسیون غړي وايي، د اسلامي امارت مسوولانو له خوا ورته لارښوونه شوې، چې تر بلې اطلاع پورې د هر ډول ناستې ترسره کولو حق نهلري. هغوی اسلامي امارت څخه غواړي، چې د دغو ستونزو د رامنځ ته کېدو مخنیوي لپاره هر څه ژر دې برخه کې د قانون یا طرزالعمل رامنځ ته کولو په اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.