د لوګر ولایت په کوربهتوب د کابل، ننګرهار، لغمان، پروان، پنجشېر او لوګر ولایتونو د لوبډلو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالۍ د لوګر لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس رفېعالله صمیم پلعلم کې جوړو شویو مراسمو ته وویل چې دغه سیالۍ د ځوانانو مدیریت له لوري د «ازادۍ او امنیت» په نوم جوړې شوې وې چې د لوګر ولایت د بایسکل ځغلونې لوبډلې یې بریا خپله کړه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
صمیم زیاته کړه چې دا ډول سیالۍ کولای شي، د ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ اړیکې پياوړې کړي.
د مسوولانو په وینا، دغه سیالۍ د شپږو ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ پیل شوې وې چې د لوګر مرکز پلعلم څخه د دې ولایت تر محمداغې ولسوالي پورې یې ۸۰ کیلو مټره لاره پر بایسکل تګ وکړ.
په ورته مهال نثاراحمد د لوګر ولایت د بایسکل ځغلونې لوبډلې لوبغاړي لومړی مقام، محمد باقر او سیدعلي د کابل د بایسکل ځغلونې لوبډلې غړیو دوم او درېیم مقامونه ترلاسه کړل.
د لوګر ولایت اوسېدونکي او ورزشکاران هم دا ډول لوبې ډېرې ګټورې بولي او زیاتوي چې کولای شي، د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د ځوانانو ترمنځ اړیکې پياوړې او ورزش ته د خلکو لېوالتیا زیاته کړي.
لوګر کې په داسې مهال د بایسکل ځغلونې یوه ورځنۍ سیالي کېږي چې تېره اوونۍ د افغانستان د کرېکټ بورډ له لوري د سوېل ختيځ زون په کچه د پلعلم ټرافي په نوم د کرېکټ سیالۍ وشوې چې د دغه سیالیو اتلولي د پکتیا کرېکټ لوبډلې ګټلې وه.