د غزني ولایتي روغتون چې د څلوېښتو کلونو پخوانۍ ودانۍ او زړه نقشه لري، هره ورځ د سلګونو ناروغانو کوربه دی. د ماشومانو، داخله، جراحي او زېږنتون څانګې په دې روغتون کې تر ټولو زیات ناروغان لري.
خو د بسترخونو کمښت، د پایوازانو لپاره د انتظار مناسب ځای نشتوالی، د موټرو د تمځای نهشتون او د ودانۍ محدود ظرفیت، هغه جدي ستونزې دي چې هر ناروغ او ناروغلرونکي یې د ورتګ پر وخت په اسانۍ احساسوي.
د غزني اوسېدونکی مجیبالله وايي: «د انتظار لپاره ځای نشته. هوا سړه ده، خلک مجبور دي په هوټلونو، موټرو یا د شفاخانې په جومات کې شپه تېره کړي. مسوولین که لږترلږه بنسټیزې اسانتیاوې برابر کړي، ستونزې به کمې شي.»
د یاد ولایت یو بل اوسېدونکی فرزاد بیا وايي: «په دې روغتون کې د ځای کمښت لویه ستونزه ده. پایوازان بهر پاتې کېږي او بېنظمي رامنځته کېږي. هیله ده چې د ډاکترانو شمېر زیات شي او د ناروغانو او پایوازانو لپاره مناسب ځای برابر شي.»
یاسمین او مارینا، چې خپل ناروغان یې دې روغتون ته راوستي، وایي اتاقونه وړې او ناکافي دي. ناروغان ډېر او پایوازان مجبوره دي بهر انتظار وباسي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یاسمین وویل: «مریضان ډېر دي، اتاقونه کم دي او د پایوازانو لپاره مناسب ځای نشته. موږ اړ یو بهر انتظار وباسو.»
مارینا زیاته کړه: «کله چې راځو، ناروغان ډېر وي او اتاقونه کم دي. ډاکتران ټول ناروغان نهشي معاینه کولی او پایوازان په سختو شرایطو کې انتظار کوي.»
د غزني ولایتي روغتون امر، دوکتور وليجان خالد، وایي چې روغتون ته نه یوازې د غزني له مرکز او ولسوالیو ناروغان مراجعه کوي، بلکې له میدانوردګ، لوگر، پکتیا او پکتیکا څخه هم ناروغان ورځي چې دا د ګڼېګوڼې لامل ګرځي.
نوموړی زیاتوي چې تازه د نارینهوو او ښځو لپاره جلا انتظار خونې جوړې شوي چې ۲۴ ساعته د استفادې وړ دي.
دوکتور وليجان خالد وویل: «د ډاکترانو او درملو برخه کې جدي ستونزه نشته. د درملو اکمال د یونېسف لهخوا ترسره کېږي او تر ډېره ستونزې حل شوي دي.»
د غزني ولایتي روغتون د زاړه جوړښت له امله د اوسني نفوس اړتیاوې نهشي پوره کولای. اوسېدونکي د دې روغتیايي مرکز د پراخېدو، د بسترخونو د زیاتوالي او د پایوازانو لپاره د مناسب ځای جوړېدو غوښتنه کوي، څو ناروغان په خوندي او باعزته چاپېریال کې درملنه ترلاسه کړي.


