د کندهار او روزګان ولايتونو په یوشمېر ولسوالیو کې د وروستیو اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې ګڼ مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي.
د کندهار د شاولي کوټ ولسوالي اوسېدونکو سلاموطندار ته ویلي، پرون په دغه ولسوالي کې د سخت باران له کبله په کجور، فریاد، بلوسنګ، دواب او یوشمېر نورو سیمو کې سېلابونه راوتلي چې ۲۳ کسان یې له ځان سره وړي او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دوی په وینا، دغو سېلابونو د خلکو څاروي هم وړي او کورونه او ګڼشمېر هټۍ یې ویجاړې کړې دي. په ورته مهال د کندهار په خانشین ولسوالي کې هم د وروستیو اورښتونو له کبله خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
بلخوا د کندهار ګاونډ روزګان ولایت کې هم پرون سخت بارانونه شوي چې د سېلابونو راوتلو له کبله یې خلکو ته زیانونه اړولي دي.
د روزګان ولایت د خاص روزګان ولسوالي اوسېدونکو سلاموطندار ته ویلي چې دغه ولسوالي کې وروستیو اورښتونو د خلکو کرنیزې ځمکې لاندې کړي او هستوګنې ګڼشمېر کورونه یې ویجاړ کړي دي.
د ۲۰۵ البدر قولاردو د څلورمې پلې لوا يوه وياند موسی کليم سحر سلام وطندار ته وويل چې دغه ولسوالي کې یې د خلکو ژغورنې لپاره ۲۰۰ امنيتي ځواکونه استولي دي.
په همدې حال کې د روزګان چورې ولسوالي کې هم اورښتونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.
په ورته مهال د ګېزاب ولسوال عليمرجان ذاکر هم وايي چې دغه ولسوالي په خلیج سیمه کې د سېلابونو راوتلو پرمهال ۸ کسان مړه شوي او د خلکو ګڼ کورونه یې ویجاړ کړي دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال ده چې په وروستیو ورځو کې د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې خلکو ته ګڼشمېر مالي او ځاني زیانونه اړولې دي.






