کابل ښاروالي د ډالرو بیې له بې‌ثباتۍ، د خوراکي او سون توکو د بیو له لوړوالي وروسته، د احتکار د مخنیوي، د خوړو او سون توکو د بیو د کنټرول او ټاکلو کمېسیون له جوړېدو خبر ورکوي.

د کابل ښاروالي ویاند نعمت‌الله بارکزي نن د ښاروالي د پنځو وروستیو میاشتو د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو رپوټ وړاندې کولو پرمهال وویل، دا کمېسیون د خوړو توکو، هټۍ‌والو او تېل پلورونکو ټانګونو ته ځانګړې نرخ‌نامې وړاندې کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بارکزي زیاته کړه، د دې کمېسیون د فعالیت له پیل او د نرخ‌نامو له ټاکل کېدو او وېش وروسته، مسوول بنسټونه د خوړو او سون توکو بازار په جدي توګه کنټرولوي او له سرغړوونکو سره به قانوني چلن کوي.

نوموړي وویل: «د رییس‌الوزرا د حکم پربنسټ، د کابل ښاروالي په مشري د احتکار د مخنیوي او د بیو د کنټرول کمېسیون رامنځته شویچې د کورنیو چارو وزارت، استخباراتو، لویې څارنوالۍ، د سوداګرۍ خونې او د کسب‌ګرو، قصابانو او د تېلو ټانګونو استازي په‌کې شامل دي.»

د کابل ښاروالي وايي چې د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته، د بازار په تنظیم، زرغونتیا، تنظیف او د قوانینو د پلي کولو په برخه کې مثبت بدلونونه راغلي دي. دا بنسټ ټینګار کوي چې کابل ښاروالي توانېدلې د ۵۹۱ لوړ پوړو ودانیو ناقانوني فعالیت ودروي او سلګونه جریبه دولتي ځمکه له غصب کوونکو راوګرځوي.

بل لورته د کابل ښاروال عبدالرشید بلوچ دې غونډې ته وویل، د کابل د چاپېریال ساتنې وضعیت ښه‌والي لپاره هڅې د پخوا په څېر روانې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کابل ښاروالي د دې بنسټ د عوایدو له زیاتوالي هم خبر ورکوي او وايي، تېرو پنځه میاشتو کې یې تر ۲‌میلیارده ډېرې افغانۍ عواید راټول کړي او دا شمېرې د تېرکال په پرتله ۴۰۰میلیونه افغانۍ زیاتوالی ښيي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام