ګالوپ موسسې د یوې تازه سروې په پایلې کې ویلي چې افغانان د نړۍ د نورو هېوادونو د وګړو په کچه تر ټولو ډېره اندېښنه او ذهني ناارامۍ لري. ګالوپ د دغه سروې پایلې نن اعلان کړې دي.

د ګالوپ له لوري دغه سروې چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې شوې پایلې ښيي چې ۷۴سلنه افغانان منفي عواطف لري او له ذهني ناارمۍ سره مخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د کابل ښار یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې هېواد کې روان وضعیت د دوی مینه او محبت کم کړی او ناهیلې شوې دي. دوی زیاتوي چې د مالي او ځاني پلوه هم خوندیتوب نه لري.

د کابل یو اوسېدونکی سیف‌الرحمن ساعي سلام‌وطندار ته وویل: «د یوه ځوان په توګه روان وضعیت چې وینم، ناهیلی کېږم. څومره هیله چې ولرې، ولې بیا هم داسې کارونه کېږي چې د انسان هیله له‌منځه وړي.»

په ورته مهال یو‌شمېر ارواپوهان هم په دې باور دي چې هېواد کې د منفي عواطفو زیاتېدل، د کورنیو لپاره ناوړه شرایط، تحصلي او شغلي برخو کې د لاسته‌راوړنو نه‌شتون او په ټولنیزه او سیاسي برخه کې ناهیلي په ګوته کوي.

ارواپوه روح‌الله رضواني وویل: «ټولنیزې او سیاسي ناامنۍ یې یو لامل کېدای شي، بل له ټولنیز او سیاسي پلوه ماتې خوړل هم د دې لامل کېږي چې تېر ورته بې‌معنې ښکاري.»

بل‌خوا یو‌شمېر نور ارواپوهان بیا بې‌وزلي او جګړه هغه لاملونه بولي چې د خلکو پر عواطفو یې اغېز کړی او حکومت هم دې برخه کې ګرم بولي.

ارواپوه عبدالله حسیني وویل: «اوس وخت کې له اقتصادي پلوه هېڅوک خپلې اړتیاوې نشي، پوره کولای. دا ځپله یوه اندېښنه ده. په دې شرایطو کې چې راتلونکې نامعلومه ده او وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، معلومه ده چې ټول منفي عواطفو باندې اخته کېږي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د اسلامي امارت د  سرپرست حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د ګالوپ د شوې سروې پایلې بې‌بنسټه بللي دي. نوموړي زیاته کړې چې اوس په افغانستان کې ګڼ‌شمېر خلک د امنیت احساس کوي او خوشحاله ژوند لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام