سره له دې چې د هېوادونو پر پولو محدودیتونه لګول شوي، خو اروپايي هېوادونو ته انساني قاچاق او ناقانوني کډوالي لا هم دوام لري.

هر کال ډېر شمېر ځوانان چې په هېواد کې کار نه شي پیدا کولی، د ډېرو سختیو په زغملو سره په نامنظمو لارو نورو هېوادونو ته ځي.

محمود د هغه ځوان مستعار نوم دی چې له بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ نه د ژغورنې لپاره د ایران او ترکیې له لارې په نامنظمه کډوالي اروپايي هېوادونو ته تللی، خو ډېر ژر بېرته خپل هېواد ته راګرځول شوی دی.

محمود د هغه څه په اړه چې ده او نورو ملګرو یې یوه اروپايي هېواد ته د رسېدو پر لارې زغملي، ترخه کیسه کوي.

هغه وايي، د ایران پولیسو د لارې په اوږدو کې وهلي ډبولي دي.

د قاچاقیانو له ناانساني چلن نه د کډوالو پر وړاندې د پولیسو تر تاوتریخوالي پورې.

محمود وايي، له افغانستانه ایران، بیا ترکیې، یونان او المان ته تللی چې پر لارې نه یوازې له ګڼو ستونزو سره مخ شوی، بلکې د کورنۍ او خپلوانو له لوري ور لېږل شوې پیسې هم لګولې دي.

د نوموړي په وینا، څه موده په المان هېواد کې بې‌برخلیکه پاتې شو او بېرته په خپله خوښه افغانستان ته را ګرځېدلی دی.

هغه اوس پر رواني ناروغي اخته شوی او په ناهیلۍ سره خپل ژوند ته دوام ورکوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سلاکار سیدعبدالباسط انصاري د ناقانوني کډوالۍ په اړه سلام‌وطندار ته ویلي، دغه وزارت د نورو ادارو په مرسته د پوهاوي ورکولو پروګرامونه جوړ کړی چې د ناقانوني کډوالۍ د مخنیوي په برخه کې ګټور تمامېږي.

په ورته وخت کې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا IOM ویاند کاظم الهام وايي، دغه اداره د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په همکاري د هغو کډوالو لپاره چې بېرته افغانستان ته راګرځي، د کار اسانتیاوې برابروي.

په نړۍ کې د کډوالۍ ستونزه تر پخوا نوره هم ډېره شوې ده.

افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې یو دی چې هر کال په‌کې د ناامنیو، بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ او د لوړو زده‌کړو د اسانتیاوو نه موجودیت له کبله ګڼ‌شمېر ځوانان له قانوني او ناقانوني لارو بهرنیو، په تېره اروپايي هېوادونو ته ځي.

له دې ډلې څخه ځینې دغه کډوال د خپلې موخې هېواد ته رسیږي، یو شمېر یې بیرته هېواد ته راګرځول کیږي او ځینې یې آن لارو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام