د سلام‌وطندار د موندنو پر بنسټ هېواد کې د مخکیني حکومت پر مهال د ښځو لپاره د رامنځته شویو ۲۷ امن کورونو له ډلې یې اوس یوازې یو فعال دی او پاتې نور یې تړل شوي دي.

سلام‌وطندار دغه موندنې د مخکیني حکومت پر مهال د امن کورونو یا د ښځو ملاتړو مرکزونو د مخکینیو مسوولانو سره د مرکو له لارې ترلاسه کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ښځو حقونو فعالانې او د مېرمنو ملاتړو بنسټونو مخکینۍ مسوولانې وايي، د هغو ښځو د برخلیک او شمېر په اړه معلومات نه‌لري چې د کورني تاوتریخوالي له کبله امن کورونو ته یې پناه وړې وه.

د دوی په وینا، هغه راپورونه چې دوی ترلاسه کړي، یوشمېر دغه مېرمنې بېرته خپلو کورونو ته ستنې شوي او ځینې یې د تاوتریخوالي له امله وژل شوي دي. دوی همداراز زیاتوي چې یوازې د ګوتو په شمېر ښځې د مېرمنو یوازیني ملاتړي فعال مرکز ته ورستنې شوي او د نورو له برخلیک معلومات نه‌لري.

د افغان ښځو د وړتیاوو پراختیايي مرکز «WSTC» هېواد کې د ښځو لپاره لومړنی امن کور و چې اوس هم فعال دی.

یاد مرکز چې په ۲۰۰۳ کال کې جوړ شوی، بنسټ‌اېښودونکې ماري اکرمي او اوسنۍ مسووله یې محبوبه سراج وايي، د جمهوریت پر مهال هېواد کې د ښځو امن کورونو شمېر ۲۷ ته رسېده، خو اوس یوازې «د افغان ښځو د وړتیاوو پراختیايي مرکز» فعاله پاتې دی.

د مخکیني حکومت پر مهال د افغان ښځو شبکې اجرايي رییسه او د یاد مرکز بنسټ اېښودونکې ماري اکرمي وايي، د حکومت پرځېدو سره د ښځو امن کورونو او ملاتړو مرکزونو مسوولانې او هغه مېرمنې چې دې مرکزونو کې ساتل کېدې، له سرپرست حکومت څخه د وېرې له کبله تښتېدلې دي.

د نوموړې په وینا، د افغان ښځو د وړتیاوو پراختیايي مرکز یوازینی مرکز دی چې له تاوتریخوالي زیانمنو ښځو څخه د ملاتړ لپاره فعاله پاتې دی.

هغې وویل: «په لومړیو کې ټول شیلترونه وتړل شول او ټول وتښتېدل او یوازینی دفتر چې فعاله پاتې همدا د افغان ښځو د وړتیاوو پراختیايي مرکز دی. خبره دا وه چې محبوبه سراج هېواد کې پاتې شوه.»

محبوبه سراج چې د ښځو حقونو فعاله ده او دا مهال کابل کې د افغان ښځو د وړتیاوو پراختیايي مرکز مسوولیت پر غاړه لري، وايي چې دغه مرکز کې اوس ۵۹ ښځې ساتل کېږي چې یادې ښځې له امنیتي حوزو او له نورو امن کورونو چې اوس تړلي، دغه مرکز ته وروړل شوي دي.

د نوموړې په وینا، سرپرست حکومت د دوی له امن کورونو ملاتړ کوي او کار یې له هېڅ ډول ستونزې سره نه دی مخ شوی.

سراج وویل: «پخوا به د ښځو چارو وزارت د بشرحقونو کمېسیون له لارې خپله مېرمنو غوښتنه کوله، خو اوس د حوزو له‌خوا موږ ته معرفي کېږي. د پخوا په څېر له مېرمنو ساتنه کوو، دامهال ۵۹ښځې دې مرکز کې ساتل کېږي.»

په ورته مهال د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد د محبوبه سراج د څرګندونو د رد ترڅنګ وايي چې د سرپرست حکومت په چوکاټ کې د امن کورونو فعالیت ته اړتیا نه لیدل کېږي.

هغه وویل: «باید ووایم چې د ا.ا له راتلو وروسته، موږ په خپلو قوانینو کې د امن کورونو په نوم څه نه‌لرو او نه به وي، اوس کابل یا افغانستان کې موږ د امن کور نه‌لرو.»

مجاهد د مخکیني حکومت پرمهال د امن کورونو فعالیت د کورنیو پاشلو یوه لاره بولي او زیاتوي چې د ا.ا په واکمنېدو سره د امن ټول کورونه او مراکز تړل شوي دي.

نوموړي وویل: «اندېښنه دا وه چې مېرمنې به خپل کورونه پرېږدي او په یوې وړې او عادي خبرې به له کوره ووځي او خپله کورنۍ به پرېږدي.»

په همدې حال کې د مخکیني حکومت پر مهال د ښځو چارو وزارت کې یوې باوري سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي، لا هم د امن یو کور فعال دی. سرچینې د ذبېح‌الله مجاهد څرګندونې رد کړي دي.

بل‌خوا ماري اکرمي وايي چې سرپرست حکومت په لومړیو کې د دوی له فعالیتونو سره مخالفت درلود، خو په وینا یې، د یاد بنسټ له ارزونې او څېړنې وروسته دې مرکز ته د ښځو اړتیا ته په کتو، اوس له دغه مرکز ملاتړ کوي.

 مېرمن اکرمي وویل: «دوی هم وروسته پوه شول او وروسته راغلل او دا مرکز یې ولید، حتا دوه درې اوونۍ یاد امن کور کلابند وو، دوی ولیدل چې دې مرکز کې بله خبره نشته، ښځې او نجونې په رښتیا هم څوک نه‌لري. چا چې کورنۍ لرلې، کېسونه یې ومنل، خو اکثریت نجونې چې یتیمې وې او څوک یې نه لرل، خپله پاتې شولې او ملاتړ یې وکړ.»

د ښځو ملاتړو مرکزونو مخکیني مسوولانې او د مېرمنو حقونو فعالانې وايي، هغه راپورونه چې دوی ته رسېدلې ښيي چې یوشمېر مېرمنې بېرته خپلو کورنیو سره یوځای شوي، ځینې یې د تاوتریخوالي په پایله کې وژل شوي او نورې یې هم بندیانې شوې دي.

د افغان ښځو د وړتیاوو پراختیايي مرکز مسووله محبوبه سراج وايي: «د ا.ا له لوري چې د امن ځینې کورونه وتړل شول، یوشمېر ښځې بېرته خپلو کورنیو سره یوځای شوې، ځینې زندان ته ولېږدول شوې، زه اوس د ټولو له برخلیک خبره نه یم، یو‌شمېر ښځې ما ته راغلي.»

د افغانستان د مخکیني حکومت پرمهال د بشري‌حقونو خپلواک کمېسیون رییسه شهرزاد اکبر وايي، د نوموړې د معلوماتو پربنسټ، د نظام بدلون سره د ښځو امن یو‌شمېر کورونه تړل شوي او ښځې اړ شوي چې له تاوتریخوالي ډګ ژوند ته غاړه کېږدي او یا خپل ژوند ته د پای ټکی کېږدي.

نوموړې وویل: «په اړه یې کره معلومات نه‌لرم او اوس چې ښځې د تاوتریخوالي قرباني دي، له بده‌مرغه ډېری یې یوازې له تاوتریخوالي سره ژوند کول او ژوند ته د پای ټکی کېښودل په مخ کې لري. داسې سخت وضعیت راغلی چې موږ په دوامداره توګه د ښځو د ځان‌وژنې خبرونه اوروو، ځکه هغه خلک چې کورنیو کې تاوتریخوالي کوي، هغوی ته یې د قدرت حس ورکړی.»

د دایکندي او بامیان ولایتونو د ښځو چارو مخکینۍ رییسه ذکیه رضايي وايي چې د امن کورونو یو‌شمېر مېرمنې نیول شوي او ځینې یې کابل کې یوازیني فعال امن کور ته لېږدول شوي دي.

هغې وویل: «ا.ا ډېری ښځې ونیولې او موږ یې شاهدان یو. د نظام له بدلون مخکې امن کورونو کې چې کومې ښځې وې، د هغو په تړاو باید ووایم چې هڅه وشوه دغه مېرمنې خپلو کورنیو یا د کورنیو غړیو ته وسپارل شي، څو  زیانمنې نه‌شي او هغوی چې بله لار نه لرله، کابل کې امن کور ته ولېږدول شوې.»

په ورته مهال د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي چې د نظام بدلون وروسته هېواد کې هېڅ د امن کور فعال نه‌وو او ښځې خپله له امن کورونه تښتېدلې دي.

هغه وویل: «له فتحې وروسته چې کله کابل ته راغلو، موږ د امن کور نه درلود چې هلته ښځې په‌کې وي. ښځې خپله له دې کورونو وتلې وې. ښايي ځینې بهر ته تللې وي، ځینې به خپلو کورنیو سره یوځای شوې وي، موږ د امن کور په نوم کوم ځای نه‌لرو او هغه ځایونه چې مخکې ول، د زندانونو په څېر تخلیه شوي وو.»

بل‌خوا کارپوهان هېواد کې د امن کورونه یا هغه ځایونه چې مېرمنې په‌کې ساتل کېږي، یوه اړتیا بولي او وايي، ټولنه کې نالوستي کسان ډېر دي او ښځې ډېر کله له تاوتریخوالي سره مخ کېږي او اړتیا ده چې له تاوتریخوالي سره مخ مېرمنې دې مرکزونو کې وساتل شي.

صفا محمدي چې دا یې مستعار نوم دی، د مخکیني حکومت پر مهال مدافع وکیله او سرپرست حکومت کې حقوقي مشاوره په دې اړه وايي: «هغه مېرمنې چې تاوتریخوالي سره مخ دي او د ژوند لپاره سرپرست او ځای نه‌لري، د امن کورونو شتون لامل کېږي چې دوی له تاوتریخوالي او نورو خطرونو وِژغوري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د مخکیني حکومت پرمهال له تاوتریخوالي اغېزمنې مېرمنې د دوی د قضیو او تاوتریخوالي هواري پورې امن کورونو کې ساتل کېدې. که څه هم دغو مرکزونو کې له ښځو د ناوړه استفادې ډېری ادعاوې او اوازې خپرېدې، خو هېڅ‌کله دغه ادعاوې او اوازې مستندې او ثابتې نه شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام