فاریاب ولايت کې په تېرو دوه میاشو کې د طالبانو ۷موټربم چاودنې شوې دي. د ياد ولايت امنیتي مسوولان وايي، طالبانو دې ولايت کې په دې وروستيو کې موټربم بريدونه ډېر کړي دي.
د فارياب د امنيې قومندانۍ وياند عبدالکریم یورش سلاموطندار ته وايي، په تېرو دوه میاشو کې ۳ موټربمونو ته طالبانو چاودنې ورکړي او ۴ نور يې موخې ته له رسېدو وړاندې د امنيتي ځواکونو له لوري په نښه شوي او الوځول شوي دي.
دغه چاودنې ډېری يې هغو سيمو کې شوي چې د طالبانو ترکنټرول لاندې دي.
فارياب ولايت کې امنيتي مسوولان وايي، د طالبانو له لوري درې موټربم چاودنو نظاميانو او ملکيانو ته مرګژوبله اړولې ده.
د فارياب د امنيې قومندانۍ وياند عبدالکریم یورش وايي، په دې چاودنو کې ۸ ملکیان او ۴ نظاميان وژل شوي او ۲۴ ملکيان او ۱۱ نظاميان ټپيان دي.
د يورش په وينا، په دې چاودنو کې له ۱۵۰ ډېر دوکانونه، ۲۰۰ کورونه او يو شمېر جوماتونه هم وران شوي دي.
د فارياب والي نقیبالله فایق د طالبانو له لوري موټربم چاودنې هستهيي بم سره تشبيه کوي او وايي، طالبان په کليو او بازارونو کې ملکي کسان په نښه کوي او د هغوی کورونه ورانوي.
په ورته وخت کې د فاریاب د مدني ټولنې رییس سیدزینالدین عابدي د دې ولایت په ولسوالیو کې د بد امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، د هرې ورځې په تېرېدو سره ولسواليو کې جګړې شدت مومي او ډېر ځوانان پهکې وژل کېږي.
عابدي وايي، حکومت د خلکو او مدني فعالانو غږ ته غوږ نه نيسي او په امنيتي وضعيت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.
د فارياب امنيتي مسوولان وايي، طالبان له امنيتي ځواکونو سره مخامخ جګړه کې ماتې خوړلې او له همدې کبله موټربم چاودنې کوي.