د اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمدحسن اخوند د وزیرانو شورا په ناسته کې د استخباراتو عمومي ریاست مسوولانو ته لارښوونه کړې چې د ولسي جرګې د مخکیني غړي اللهګل مجاهد د «نیولو او شکنجې» قضیه دې وڅېړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعامالله سمنګاني نن په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې رییس الوزرا د اسلامي امارت د وزیرانو شورا په نهمه ناسته کې د اللهګل مجاهد د نیولو او شکنجې قضیه د څېړنې امر کړی دی. د سمنګاني په وینا، رییس الوزرا له اللهګل مجاهد سره د ناوړه چلن عاملان دې ونیسي او قانوني چلن دې ورسره وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې پکې لیدل کېږي، د اسلامي امارت ځواکونه د ولسي جرګې دغه مخکینی غړی وهي او ښکنځلې ورته کوي.
د دغه ویډیو له خپرېدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د اللهګل مجاهد یو غږیز پیغام هم خپور شو چې پکې نوموړي د طالبانو دغه چلن ظالمانه بللی دی.