د ویسټ انډیز او نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل اووره سیالیو په دویمه سیالي کې نیوزیلنډ لوبډله بریالۍ شوه چې ویسټ انډیز ته د ۹۰ منډو په توپیر ماته ورکړي.
نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې په دغه سیالي کې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ویسټ انډیز ته د ۲۱۵ منډو هدف وټاکه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نیوزیلنډ لپاره په توپوهنه کې ګلېن فېلېپس ۷۶، ډېرییل مېچل ۴۸ او ډیفان کانوې ۴۲ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې وېسټ انډیز لوبډله په توپوهنه کې په بشپړه توګه پاتې راغله او یادې لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۲۵ منډې جوړې کړې او دغه لوبه یې د ۹۰ منډو په توپیر نیوزیلنډ ته وبایلله.
نیوزیلنډ تراوسه د درېوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ ۲.۰ ګټلې. د دواړو لوبډلو ترمنځ راتلونکې او وروستۍ شل اووره لوبه سبا د کنګسټن ښار په سبینا پارک لوبغالي کې کېږي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
ټاکل شوې چې له شل اووره سیالیو وروسته به دواړه لوبډلې د درېوو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ هم وکړي.